کورني خبرونه

هند، روسيې او چين افغانستان ته د بیړنی مرستو غوښتنه کړې

 افغانستان  افغانستان

هند، روسيې او چين افغانستان ته د بیړنی  مرستو رسولو غوښتی چی د هند، روسیې او چین د خارجه وزیران د یوې لیکی  غونډې له ل د لوری د افغانستان پر روان خرابېدونکي بشري وضعیت غږېدلي. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه درې اړخه  غونډه کې هند په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړې توګه د افغانانو د ستونزو په تړاو  اندېښنه ښودلې.

دغه غونډه چې مشري يې د هند د خارجه وزير جي شنکر کوله په افغانستان کې يې د يوه ټولشموله  حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او وايي د ترهګرۍ او مخدره توکی د مخنيوي په چارو هم خبری کړی. د هند، روسیې او چین د خارجه  وزيرانو په دغه ناسته کې ويلي دا اطمنان  حاصل کړی   چې افغانانو ته مرستې له کومې ستونزې او خنډه پرته ورسېږي. په افغانستان کې د وچکالۍ له امله  هند له افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې  چې هغه به د واګه بندر له لوری  افغانستان ته ولیږل  شی.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

د دغو مشرانو له اړخ  په خپره شوې اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ کړی  چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او په هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته درناوی وکړي. دا په داسې محال  کې ده چې څو ورځې مخکی  د بښنې نړیوال سازمان ویلي  چې پر افغانستان دې هغه اقتصادي بندیزونه ‌ختم کړاي  شی چې په دې هېواد کې یې د روغتیا، خواړو رسولو او نورو بنسټیزو خدماتو مخه نیولی

ملګرو ملتونو ویلي  امکان شته چې په اینده  څو میاشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي‌ له سختې لوږې سره مخامخ  شي.په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر له روسيې غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په خپلولو کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د دوحې دفتر دا غوښتنه داسې  حال کی کوي چې ډېر ژر به په دغه ښار کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د بانکي زېرمو د پرانیستلوپه ګډون هر اړخيزېه خبرې پيل شي. یادونی وړ ده  چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان  لاسرسی ورته  نه لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button