سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

هندووستان دافغانستان دسولې پروسې ملاتړۍ دی

هندوستان دافغانستان دسولې پروسې ملاتړۍ دی د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پتناګون په خپل اخيري رابور کې ویلي چې هندوستان به سیمه کې د افغانستان تر ټولو نیږدې او ستراتیژیک ملګرۍ هېواد دی او ټول وخت ېې ترهګری سره مبارزه کړې،

د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پېنټاګون په خپل بیان کې ویلي چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د ځایونو په مخنیوي کې له افغانستان سره کومک کوۍ دغه بیان کې زیا توي چې هند پهریجن کې د افغانستان یوازینی دوست او سترتيژیک هېواد دۍ چې په ملیاردونو ډالرهکومک یې ورسره کړې ده.په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو نا سم هېواد ګڼل کېږي او د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې لسګونه ترهګرې ډلو ته ټرننګونه ورکوي او پټنځایونه یې ورکړي دي، پېنټاګون وایي چې هند به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او له دغه هېواد سره تل همکاري کوي،

د پينټاګون په اعلامیه کې راغلي چې هند کوشش کوي کوي د خپل سوداګریز اتصال لپاره په افغانستان کې ثبات را منځته شي او په دې سره د آسیا له ډېری هېوادونو سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه له نیږدې لارې وپالي.اقتصادي شنونکي وایي چې په دې برخه کې چین هم د هند په څېر ګټه ترلاسه کولی شي او له همدې امله وخت ناوخت د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه کچه هلې ځلې کوي او پاکستان باندې هم د امکان تر بریده فشار راوړي چې په افغانستان کې ثبات را منځته شي.

دغه راپور کې ریته شوې چې چې د هند حکومت له سیاسي نظره طالبان په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي. هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د هغې سولې ملاتړ کوي چې کنټرول یې د افغانانو په لاس کې وي.سرچینه زیاتوي چې هند له افغانستان سره په دودیز ډول پیاوړې اړیکې لرلي او د سیمې تر ټولو هیوادونو یې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې چې تر ۳ ملیارد ډالرو اوړي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره د هندوستان کومک پر څلورو حصو متمرکزې دي، بشري مرستې، مهمې انکشافي پروژې، د خلکو لپاره وړې پروژې، ښوونه او د ظرفیتونو لوړول.اوس مهال ډېر کاریګران هم په افغانستان کې کارکوي دوي له پخوا که څه هم لګ کم شوي خو بیا هم اکثره انجینران او نور د مالي برخې متخصیصین دلته کار کوي او افغنانو سره په خوشالۍ ژوند تېروهوي،

همداراز راپور کې ذکر شوي دي وایي چې په امنیتي وضعیت کې بدلون ممکن د هند پر مرستو اغېز وکړي.د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې پنتاګون په یوه جلا راپور کې ویلي وو چې د هند یوه ترهګره ډله (د هند براعضمګي القایده) هڅه کوششکوي له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت ضد حملې وکړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دی چې باید هند او افغانستان سره د خپلې دوستې روایت قایم وساتې ترڅو د سیمې نور هېوادونو د احتیاج نه وساتل شي او هند افغنان کاریګران او متخصیصین داسې ټءېننګ کړي چې بیا ېې بل هېواد ته حاجت نشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button