ټکنالوجي

هند لومړنی هېواد شو چې چندریان-۳ یې د سپوږمۍ سویلي قطب کې ښکته کړ

هند د چندریان-۳ فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سویلي قطب ښکته کړه

چندریان -۳ د هند په وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

نړۍ کې هند لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ په دې برخه کې یې فضايي بیړۍ ځای په ځای کړه.

په ټوله کې له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان رسولی دی.

د چندریان -۳ ماموریت کله پیل شو او موخه یې څه ده؟

د چندریان -۳ فضايي بیړۍ د جولای په ۱۴ مه د هند له سویلي ایالت اندریا پردېش نه وتوغول شوه او له ۴۰ ورځو اوږد سفر وروسته نن د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

د ځمکې پر شاوخوا راګرځېدل

سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته له ننوتلو مخکې شاوخوا لس ورځې د ځمکې په شاوخوا کې وګرځېده، چې وروسته د اګست په پنځمه وتوانېدله چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

د چندریان -۳ ماموریت یوه لویه موخه ” له اوبو جوړ کنګلونو” لټون دی.

نور ولولئ: روسیې له ۴۷ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته بېړۍ ولېږله

ساینس پوهان وايي، که چندریان -۳ د یادو کنګلونو په لټون بریالی شي کیدای شي راتلونکې کې انسانان له سپوږمۍ د استوکنځي په توګه کار واخلي.

د سپوږمۍ هغه برخه چې هندي ساینس پوهانو د خپل فضايي بیړۍ د ځای په ځای کولو لپاره غوره کړې سویلي قطب دی.

ساينس پوهان د سپوږمۍ سویلي قطب په اړه ډېر لږ معلومات لري خو دوی وايي، دا شونتیا شته چې سپوږمۍ کې د اوبو نښې پیدا کړي.

یاده برخه د دایمي سیوري له کبله تیاره وي او د سپوږمۍ تیاره اړخ ګڼل کېږي.

د چندریان – ۳ ماموریت ډېر ستایل شوی د هند لومړی وزیر چې افریقا ته په رسمي سفر و دا تاریخي شېبې یې په ژوندۍ بڼه پر انټرنت څارلې.

د هند د لومړي وزیر خوښي

له دې بریا سمدستي وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپل ولس ته په خطاب کې وویل، چې دا د خوښۍ موقع ده او دا نه یوازې د هند بریا ده بلکې د ټولو بریا ده.

نوموړي وویل: “زموږ نظر دا دی چې یوه نړۍ یو ملت یوو. سپوږمۍ ته زموږ ماموریت د فضايي علومو د څیړنې په لور یو مثبت ګام دی. په راتلونکې کې به هند خپله فضايي بیړۍ له سپوږمۍ څخه بهر کړي او ډېر ژر به د لمر په اړه څېړنه پیل کړي.”

نریندرا مودي وویل، چې نن د هند په هر کور کې جشن دی، زه هم په دې جشن کې له خپل ولس سره یم. زه د چندریان ټول ټیم او ټولو هغو کسانو ته مبارکي وایم چې په دې ماموریت کې یې هر ډول مرسته کړې ده. زه ۱۴۰۰ میلیونو وګړو ته مبارکي ورکوم.

نوموړي زیاته کړه، نن داسې مقام ته رسېدلی یوو، چې تر نن ورځې پورې د نړۍ هېڅ هېواد نه دی رسېدلی.

نریندرا مودي وايي، دغه ماموریت به د نورو هېوادونو د فضايي ماموریتونو ملاتړ هم وکړي.

دی وايي، دا ورځ به موږ د روښانه راتلونکي په لور بوځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button