ټکنالوجي

هکرانو افغانستان کی فیسبوک کارکونکی په نښه کړی

 افغانستان افغانستان

هکرانو د تېر افغان  پرځولی شوی حکومت د سقوط ورځو کې افغانستان کې فېسبوک کارکونکي په نښه کول رویټرز خبري اژانس د فېسبوک شرکت د خطرونو د پلټنې څانګې چارواکو  ویلي  یو شمېر هکرانو افغانستان کې هغه فېسبوک کارکونکی  په نښه کړي چې تېر افغان حکومت سره یې دندې یا اړیکې درلودې

دې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دا  کار په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت له کمزور کیدو  او بلاخره نړیدو لامل سره هم مهاله روان وه. ویل کېږي چې دې پاکستاني هکرانو د ځوانو نجونو یا ښځو په نامه اکاونټونه د دې  لپاره کارولي. د فېسبوک چارواکو  ویلی چی د  هکرانو دا ډله د انټرنیټي امنیت په نړۍ کې د  (سایډ کاپي ) په نامه مشهوره ده . راپور کې راغلي  هکرانو د فېسبوک له لوری  افغانستان کې یو شمېر وګړو  ته د ځینو وېبپاڼو پتې ور استولې . په دې پتو یا لېنکونو کې مالوېئر یا انټرنېتي وېروسونه موجود وو او هکرانو د

 همدې وېروسونو په همکاری  توانېدلي چې افغانستان کې د فېسبوک کارکونکو کمپیوټرونو یا موبایلونو ته داخل شی. په نښه شویو وګړو  کې د پخواني افغان حکومت هغه مامورین شامل دي چې په امنیتي او قضایي برخو کې یې دندې هم  ترسره کړې. فېسبوک همدا رنګه  ویلي د ( ایډ کاپي)   په نامه هکرانو پر دې ډله یې تېر اګست میاشت کې بندیز لګولی. د فېسبوک د امنیتي برخي یوه چارواکي مایک ډوېلیانسکي  ویلي د هغو وګړی  دقیق هویت ندی معلوم  ورته چې هکرانو په نښه کړي او دا هم نشي ویلی چې د دې کار

دا هم ولولئ | ناټو: د طالبانو بیا راتګ د افغانانو لپاره یوه تراژیدي ده

وروستۍ پایله څه وه. فېسبوک ویلي د هکرانو دا ډله یې لومړی په تېر اپرېل میاشت کې افشا کړې  او په تړاو  یې د امریکا خارجه  وزارت ته هم معلومات  ورکړي. یاد شرکت ویلي په تېرو څو میاشتو کې یې لږ تر لږه دوه زره وګړی ته ورکړی چې اکاونټونه یا حسابونه یې د هکرانو له اړخ په نښه شوي.

د فېسبوک  یوې ویاندې ویلی چی د دې وګړو  ډېری برخه په افغانستان کې وی. فېسبوک ټوېټر او ځینو نورو  رسنیو ویلي تېرو څو میاشتو کې یې افغانستان کې د خپلو کارکونکو د حسابونو څارونه او ساتنهنوره هم  ټینګه کړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button