ژوند او ټولنه

ناټو: د طالبانو بیا راتګ د افغانانو لپاره یوه تراژیدي ده

 افغانستان افغانستان

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي په  افغانستان کی  د طالبانو بیا  حاکم کیدل د افغانانو لپاره یوه تراژیدي او د هغو هېوادونو لپاره چې تېرو شلو کالو کې افغانستان کې ښکېل وو خواشینی  کونکی  حقیقت دی ښاغلي سټولټنبرګ پنجشنبه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل.

اوس باید پر دې فکر وشي چې د افغانستان له ماموریته څه درس زده کولا شو خو افغانستان کې یې ماموریت او قربانۍ بی ضایع شوې نه دي او موخی لاسته  راوړنې یې هم درلودې ناټو اجازه ورکړی نده چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په  ځالو  بدل شي او په تېرو شلو کالو کې له دې هېواده پر ناټو هېوادونو کوم ترهګر برید  ندی شوی په افغانستان کې مونږ له یو سخت وضیعت  سره مخامخ  وو. یا به مو پوځیان ایستل او د طالبانو بیا راتګ ته به مو غاړه کېښوده.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

.‌ موږ په افغانستان کې له یو سخت وضیعت سره مخامخ  وو. یا به مو پوځیان ایستل او د طالبانو بیا راتګ ته به مو غاړه کېښوده.‌ موږ په دې خطر پوهېدو. بل غوره دا وه چې هلته پاتې شوي وای. که داسې مو کړي وای نو په اوږده جګړه بدله شوی وای  ډېری قربانیانی   مو ورکړی   کیدای شی چی  دې ته هم اړ شوې وای چې افغانستان ته نور پوځیان ولېږو. په اخر کې مو له اوږدو مشورو په نتیجه کی  پرېکړه وکړه چې افغانستان کې ماموریت ختم کړو

. د ناټو له دې اعلان مخکی  د امریکا د کانګرس غړو او حکومت چارواکو هم د یوې  پروژی  یادونه کړې .

په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یوه ځانګړې څیړونکی  به یې له افغانستان نه د امریکایي پوځیان وباسی  د ارزونه بللی

. د ولسمشر بایډن سیاسي‌ مخالفینو د کانګرس غړو او یو شمېر اوسنیو پوځي چارواکو منلې ده چې له افغانستان د پوځیانو د ایستلو بهیر یوه ستراتیژیکه ناکامي وه د ښاغلي خلیلزاد مخالفین پری  نیوکه کوي چې د درې کلونو مذاکراتو پر مهال یې له طالبانو سره تر حده ډېره نرمي وکړه  بیا واکمنېدو ته یې لاره هواره کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button