نړیوال خبرونه

هېواد کې د سېلابونونوې لړۍ دپیلیدو امکان

افغانستان کې د څو ورځېو راهیسې د سېلابونو لړۍ پیل شوې ده .پرون چهارشبنه په ځيني ولايتونو کې درانه اورښتونه وشول چې تر ټولو سخته مرګ ژوبله يې د افغانستان په شمال کې پروان ولايت کې شوې پروان ولايت کې يې تر ۱۰۰ نه ډېرو کسان مږه شوي دي او تر ۱۱۵ زيات کسان ېې زخمیان کړي دي،

د پروان ولایت مرکز چاريکارو کې درنو سيلانو په زرکونو کورنه خراب کږي دي چې د شپې تر ناوخته د ژرغورني ډله لګيا وو له خټو او د ږنګ شویو کورونو له منځ يې پاتي شوي کسان راويستل.کابل او ميدان وردګ هم له هغو ولايتونو څخه دی چې دد درنو اورښتونو له امله يې زيات شمير خلک بې کوره او تر ۲۰ ژوبل او مړه شول.د افغانستان تر څنګ ګاونډي هېواد دپاکستان کراچۍ ښار کې هم د سختو اورښنونه له امله بيړنۍ حالت اعلان شوی دی ، او ددې ښار زيات وګړي يې بې کوره کړي او تر ۴۵ زياتو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

یاد سېلابونه په داسې حال کې دي چې د افغان د هوا پيژندي ملې ادارې هم د نورو بارانونه د اوريدو معلومات ورکړي د هوا پيژندني ملي اداري خبر کړي چې تر ټولو زيات بارانونه به د افغانستان په شمال ، مرکز او ختيځو سيمو کې وشي.د متحده ایالاتو د توپان پيژندې ملي ادارې خپلو امريکايې وګړو ته د نورو سترو.او خطرناکو سيلابونه د راتلوخبرداری کړۍ دۍ،

دا هم باید یاده کړوچې افغان دولت هڅه کوي چې دا سېلاب ځپلي خلک ژر تر ژره خوندي ځایونو ته انتقال کړي ترڅو دوي خوندي پاتې شي د دولت مامورین د دغه ځۍ څخه نظارت او ليدنې کوي او ځيني چارواکي اړوند ادارو ته د اقداماتو کولو امر هم کړۍ، نن سهار د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر صیب عبدالله عبدالله پروان ولایت ته سفر وکړ او د ولایتې ادارې مسولینو ته ېې د ژر او ښه اقداماتو لارښونې هم وکړې،

بل خوا د افغانستان نه علاوه امريکا کې هم د توپان پيژندنې ادارې خبر ورکړۍ چې تيره ورځ ددغه مملکت په جنوبي سيمو کې سختو بادنو او خطرناکو سيلابونو تر يو نيم ميليون زيات کسان بې کوره او تر ۳۰ زيات کسان يې مړه او ژوبل کړل.دغه خطرناک توپانونه تيره ورځ چهار شنبه ماسپښن مهال د تکزاس او لوييزيانا ايالتونو ته د څلور درجې په لوړ والي ته لاړه،

او د کاريب په سيمه کې يې تر ۳۰ زيات کسان له امله مړه شوي دي او تر يو نيم زيات کسان بې کوره کړي دي.د توپان ملې ادراې له خلکو غوښتي چې د توپان تر کابو کيدا پورې دې خپل کورونه پريږدې او ځانونه دې غوندي ځايونوته انتقال کړي

د امريکا جمهور ریس ټرمپ هم له امريکايې وګړو څخه غوښتي چې د ځايې چارواکو خبره دې ومني د توپان او سيلابونو تر کابو کيدا پورې دې غوندي ځايونو ته سفر وکړي .بايد وويل چې د نړۍ په بل کونج اسيا کې هم د درنو اورښتو او خطرناکو سيلابونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button