نړیوال خبرونه

هېواد کې وروستیو سېلابونو ۴۰۰ تنه مړه کړي

د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی چې نهه تنه وژل شوي دي

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو ورځو کې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله ۴۰۰ تنه مړه شوي دي. په تېرو څو ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي.

په نهو ولایتونو کې له سختو بارانونو وروسته سیلابونه

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د هېواد په ۱۱ولایتونو کې له سختو بارانونو وروسته راغلو سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. سېلابونو کورونه ویجاړ کړي دي. هغوی چې باید لېږدول شوي وای، لېږدول شوي او ټولو ته خېمې ورکړل شوي دي.

بل خوا یو شمېر زیانمن شوي خلک وایي چې په دغو سېلابونو کې خورا ډېر مالي زیانونه وراوښتي دي. د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله وايي: کابو په سلګونه جریبه ځمکه یې لاندې کړې ده او لاهم ځمکه تر اوبو لاندې ده. د ننګرهار اوسېدونکي حمیدالله شینواری هم وویل:«تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د باران د اورېدو له امله، د یوه کور چت ناست دی چې په پایله کې یې د کور څېښتن علي خان مړ شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.»

نور یی ولوله| د افغانستان په هکله د اوسلو مجمع غونډه په ناروې کې جوړه شوه

نور یی ولوله| رویټرز: امریکا د افغانستان د مخکیني حکومت چورلکې تاجیکستان ته ورکوي

د یو شمېر ولسوالیو ځيني اوسېدونکي له مسوولو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره ورسره مرستې وکړي. د بدخشان اوسېدونکی سیمع الله وايي:«موږ د اسلامي امارت له حکومته غواړو چې ژر تر ژره دغه وضعیت ته رسېدنه وکړي.

باید یاده کړو چې دا مهال ننګرهار، کونړ، بدخشان، نورستان، لغمان، پنجشېر، پروان کابل، کاپيسا، میدان وردګ، بامیان، غزني، لوګر، سمنګان، سرپل، تخار، پکتیا، پکتیکا، خوست او دایکندي هغه ولایتونه دي چې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه  راوتلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button