ځاییسیمه ییز خبرونه

هېډر بار وايي له طالبانو سره جوړجاړی دوی د ښځو پر وړاندې نور هم زوړر کوي

د بشري حقونو سازمان د افغانستان د ښځو پر وړاندې تر اوسه ګڼې اندېښنې څرګندې کړې دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې جورجاړی د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هېدر بار په دې وروستیو کې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د اړیکو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هېدر بار په اېکس شبکه کې له افغانستانه بهر ته د طالب چارواکو د څو سفرونو د انځورونو په خپرولو سره وویل چې:« له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو جورجاړی د دې لامل کېږي، چې دغه ډله د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو په لګولو کې لا زړور شي.»

افغانستان کې د ښځو وضعیت

نوموړې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د دغې ډلې د ځینو مشرانو نیول او محاکمه کېدل کېدای شي وضعیت بدل کړي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه پورې له یادې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو څېړنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ ۷۲ هېوادونو تر ۹۰۰ ډېر ځله له کابل سره تماسونه نیولي دي.

که څه هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو ډله په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د دغې ډلې یوشمېر چارواکي سره له دې چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي، د ترکیې په ګډون یې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

طالبان له بشري حقوقو پر سرغړونې تورن دي

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو پر پراخې سرغړونې نیوکه کړې وه.

له دې سره، یوناما په خپل یوه تازه راپور کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبتې کړې دي.

له بلوه پلوه له افغانستان څخه راپورونه ورکول کېږي چې طالبان د پخواني اسلامي جمهوري نظام او هغه څوک چې له طالبانو سره سیاسي اختلاف لري نیول کېږي او په زندانونو کې تر شکنجې لاندې ژوند تېروي. خو طالبان بیا دا ډول تورونه بې بنسټه بولي او خلک بیا وايي چې طالبان د اعلامیو پر ځای په عمل کې تر ټولو ظالمان دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button