نړیوال خبرونه

د بشري حقونو سازمان د افغانانو په سفر د طالبانو د بندیز لېرې کېدل غواړي

افغانستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر د سفر په درشل کې د بشري حقوقو نړیوال سازمان وايي، بهر ته د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو پر سفر بندیزونه باید لیري شي. د بشري حقوقو د ښځو د برخې مشرې هیدر بار د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) له فلیپو ګراندي خڅه غوښتي چې د طالبانو لخوا بهر ته د افغانانوپه ځانګړي ډول د ښځو پر سفر د محدودیتونو لغول کول د خپل سفر په اجنډا کې ونیسي.

اغلې بار زیاته کړې چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي چې تر څو ښځو ته اجازه ورکړي چې له دغه هیواد څخه د محرم پرته سفر وکړي. هغې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: “طالبان وهڅوئ چې په ټولو هغو کسانو چې غواړي له دغه هیواد څخه ووځي او محدودیتونه لیري کړي.” د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېنشر فلیپو ګراندي تیره ورځ خبر ورکړ چې ټاکل شوې د افغانانو د بشري وضعیت څېړلو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.

د بشري حقونو د ښځو برخې مسؤلې همدارنګه د پاسپورت ریاست څخه غوښتي چې چارې په عادلانه شکل مخې ته یوسي او هغه پاسپورټونه دې بېرته خلکو ته وسپاري چې دوی نیولي دي. طالبانو تر دې مخکې په دغه هیواد کې د ښځو پر سفر محدودیتونه وضعه کړي و او ویلي و چې له محرم پرته ښځه یوازې هیڅ ځای ته سفر نشي کولای.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیري فبروري میاشتې پر ۲۷مه همدارنګه وویل چې دوی به د تخلیې پروګرام ته هم تر هغو اجازه ورنکړي چې د هغه په خبره د هغو افغانانو وضعیت چې په تیرو شپږو میاشتو کې له هیواد څخه وتلي دي او اوس مهال په بهرنیو هیوادونو کې دي ښه والی نه وي راغلی. د طالبانو د ویاند دغه څرګندونو پراخ غبرګونونه وپارول او په افغانستان کې ځينو بهرنیو دیپلوماتیکو نمایندګیو د طالبانو پر دغه اقدام انتقاد وکړ.

نور یی ولوله | پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ شرایط نور هم سخت شول

خو ښاغلي مجاهد تر یادو انتقادونو وروسته د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل چې هغه کسان چې قانوني اسناد لري کولای شي بهر ته سفر وکړي. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او له هغه وروسته امریکا او نورو هېوادونو څه باندې۱۲۰زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې له هېواد څخه واېستل چې اکثریت یې د امریکا متحدو ایالتونو کې مېشت کړل شول.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د مخکني حکومت د پوځ غړي، چارواکي،‌د بشري حقونو فعالانو او نور شامل دي. په دوی کې یې ځینې داسې دي‌ چې په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند د امکاناتو او اسانتیاو څخه شکایتونه کوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button