وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.د برېښنا شرکت په خپله پاڼه لیکلي دی چې وارداتي برېښنا بېرته بحال شوه. درنو پېرېدونکو!
له نېږدې درې اونیو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د هڅو په پایله کې وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.
همدا اوس یو سرکت(مزی) په اساسی دول و نښلول شو.د سالنګ په ولسوالۍ کې د وارداتې برېښنا د دوو پایو غرنیز موقعیت او د بغلان ولایت د خنجانو په ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د مزي پرې کېدل له هغو سترو لاملونو څخه وو چې د وارداتي برېښنا د بېرته نښلولو چارې يې له ځنډ سره مخ کړې وې. باید یاده کړږ چې د سالنګ سیمه کې جنګ هم یو لامل وو چې لا تر اوسه برق نه وو او عام وګړي د برق نه محرومه دي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري ددې شرکت له تخنیکي کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ له ټولو درنو هېوادوالو څخه چې د برېښنا په نشتون کې له زغم څخه کار اخیستی، مننه کوي.د یادونې وړ ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې د روښنايي د دښمنانو له خوا د ٢٤پایو د ړنګېدو.
او همداراز د برېښنا پر پرې کېدو سربېره د افغانستان برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانی مالي زیان اوښتی دی.او همداراز په ورځنې ډول عام ولس ته هم ډېر زیان ورسېد خلکو عام کارونو کې ډېر زیان ولید او کارونه ېې ځنډ سره هم مخ شوی وو.نو اوس د دې نسپولو سره به عام وګړي د پخوا په څېر ژوند وکړي.
اوسمهال له همدې امله له امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د هغو درنو هېوادوالو همکاري چې د برېښنايي تاسیساتو په مسیر کې ژوند کوي، کولای شي د ورانکارو فعالیتونو په مخنیوي کې ګټورې ثابتې شي.همداراز د افغانستان برېښنا شرکت رهبري له ښکېلو خواو غواړي چې د نښتو پرمهال برېښنايي تاسیساتو ته زیان ونه رسوي.