واشنګټن: افغانستان کې د مقاومت په څېر ډلې د طالبانو پوځي حاکمیت نه شي ګواښلی
امریکا ویلي چې طالبانو د مقاومت ډلې له بریدونو سره بیا هم خپل پوځي حاکمیت ساتلی او لا قوي کړی دی
د متحده ایالاتو عمومي مفتش په یوه راپور کې لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي او دغه ډله توانېدلې، چې په افغانستان کې خپله پوځي او امنیتي واکمني وساتي.
هغه وړاندوینه کړې، چې طالبان د دې توانایي لري چې د یوه کال نور لپاره هم دغه واکمني وساتي.
د متحده ایالاتو عمومي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د جولای څخه تر سپټمبر میاشتو پورې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.
مقاومت ډله طالبانو ته جدي ګواښ نه دی
دا راپور د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۵مه) خپور شو.
همداراز په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د ازادۍ او د مقاومت جبهو له بریدونو سره – ره بیا هم دغه جبهې طالبانو ته جدی ګواښ نه دي رامنځته کړي.
د عمومي مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان توانېدلی چې له پولو بهر خپل ګواښونه زیات کړي او په سیمه ییز او نړۍوال ګواښ بدل شي.
نور ولولئ: د امریکا استازو جرګې د «افغان همکارانو» د لېږد قانون تصویب کړ
نور ولولئ: طالبان: د امریکا او طالبانو ترمنځ هېڅ ډول پټ اسناد نشته
په دغه راپور کې له داعش خراسان سره د مقابلې لپاره د طالبانو د وړتیا په اړه شک څرګند شوی دی.
د متحده ایالاتو د مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان شاوخوا دوه زره ځواکونه لري او د طالبانو له فشارونو سره – سره دغه ډله خپل نفوذ او قوت پراخوي.
د القاعدې شبکې فعالیتونه
د متحده ایالاتو مفتش راپور ورکړی، چې القاعده په افغانستان کې پرته له دې چې پام ځانته جلب کړي، خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو مشرانو احتمالاً پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لیک تعقیب کړي او القاعدې ته د فرامرزي بریدونو اجازه ور نه کړي.
په راپور کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د القاعدې ځینو مهمو څېرو افغانستان ته سفر کړی، چې ممکن دا د روزنې، استخدام او بیا تنظیم کولو فعالیتونو نښه وي.
راپور د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
د دغه راپور له مخې، دا همکاري کولای شي له سیمې بهر ګواښ رامنځته کړي.
د متحده ایالاتو د مفتش په راپور کې راغلي، چې القاعده له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له “ستراتیژیک صبر” څخه کار اخیستی دی.
د راپور له مخې، امریکا د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي او تر هغو به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، څو چې دغه حقوق نه وي تامین شوي.