نړیوال خبرونه

ورلډ بانک د حکومت سره ۲۰۰ ميلیونه ډالرو مرسته ودروله

ورلډ بانک د حکومت سره ۲۰۰ ميلیونه ډالرو مرسته ودروله نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک د ځواب نه ويلو په سبب یې د افغانستان سره د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو د مرستې بهير درولی دی.په دې اړه د ولس غبرګون هم راپاریدلی دی.

دورلډ بانک ریس مشر هنري کرالي جمهور ریس غني ته په یوه لیک کې ددې مرستو د درولو خبر ورکړی دی او ويلي یې دی چې د افغانستان مرکزي بانک دوی ته دقیق معلومات او شمېرې نه ورکوي.د نړيوال بانک چارواکو همدا راز ويلي دي چې دوی د افغانستان د مرکزي بانک څخه څو ځله په کتبي ډول د معلوماتو غوښتنه وکړه خو ددوی غوښتنې بې ځوابه پاتې شوې.د افغانستان د مرکزي بانک مشر چې په وچ زور ولسمشر غني په دې مقام ګومارلی دی د بانک دارۍ په چارو کې شفافیت ته نه دی ژمن، هغه نه يوازې چې د افغانستان ته د مرستو د بهير د درولو لامل دی.

هغه پخپله دننه د افغانستان مرکزي بانک د یو بحران لوري ته روان کړی دی، نوموړي په دې وروستيو کې ددې بانک سل کارکونکي شړلي او په ځای یې د ولسي جرګې د وکيلانو خپل او خپلوان په دنده ګمارلي دي ترڅو ده ته د باور رايه ورکړي.اجمل احمدي د ټول افغانستان د مخالفت سره مخ دی، او ولسمشر غني د ټول ملت په خلاف د ملت څنګ پرېښی او احمدي يې نيولی دی، ولسمشر غني پدې پوهیږي چې ټول افغان ملت ددې کس لرې کېدل غواړي خو ولسمشر غني د هغه د هرې ناروا ملاتړ کوي،

د نړيوالې ټولنې څخه د ميلياردونو ډالر اخيستل وروسته د هغوي حساب نه ورکول يا هم خيالي پروژې وړاندې کول د يوې پروژې څو ځله وړاندې کول څو ځله افتتاح کول هغه څه دي چې د افغانستان بانک د مشرۍ شفافیت یې تر سوال لاندې راوستی دی.

اجمل احمدي نړيوال بانک ته ځواب نه ورکوي، ځکه دده په اوړو کې شګه ده، داسې يو څه یې ترسره کړي چې ځواب یې نسي ورکولی.نړيوال پخپل ليک کې د ولسمشر غني څخه غوښتي چې د افغانستان په مرکزي بانک کې مداخله وکړي ځکه ددې بانک اوسنی مشر دوی ته ځواب نه ورکوي.

بانک جهاني د افغانستان سره ۶۰۰ ميلیونه ډالره مرسته کړې وه چې څلور سوه ميليونه یې تراوسه افغانان ته سپاري او دوه سوه ميليونه پاتې ډالر اوس درول شوي دي.او ورته نه به ورکول کیږي تر څو پورې چې دويي ته حساب نه وي ورکړل شوی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button