کورني خبرونه

ولادمير پوتين: امريکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرانیزی

 افغانستان افغانستان

ولادمير پوتين ویلی چی  امريکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتیا  لپاره  د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

نوموړي چې په روسيه کې د پانګونې يوه فورم ته خبرې کولې ویلی له افغانانو سره د همکاری لپاره اړينه ده. چې لږترلږه په لوېديځو بانکونو په ځانګړې ډول  امريکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړای  شي. د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه غوښتنه په داسې مهال کې کړې چې افغان طالبانو په دوحه کې له امریکايي پلاوو سره لیدنه کړی او طالبان وايي په دې ناسته کې يې له امريکا څخه غوښتنه کړی .چې په  بیړنی ډول د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د یادونی وړ ده  چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت له اړخ کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري. ښاغلي پوتين ويلي دا اړ ده چې شتمني له کنګل وايستل شي ترڅو وګړو ته د بنسټيزو ستونزو  حل فرصت ورکړل شي . د روغتيايي تجهيزاتو پېرل، درمل، د کوچنیان  ملاتړ لپاره وکارول شي.

دا شونې ده دا پيسې به د وسلو پر اخيستلو نه مصرفیږی  طالبان وسلو ته اړ ندی طالبان د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې لري چې هلته  موجودی دی . څو ورځې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان ويلي وو چې پر افغانستان دې هغه اقتصادي بنديزونه پرانیستل  شي.

چې په دې هېواد کې يې د روغتيایی، خوړو رسولو او نورو بنسټيزو خدمتونو مخه تړلی. همدا ډول ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې امکان  شته په اینده  څو مياشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخامخ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button