نړیوال خبرونه

ولسمشرغني:دانتخاباتو پرته هیچاته واک نه انتقالوم

ولسمشرغني:دانتخاباتو پرته هیڅ چاته واک نه انتقالوم اشرف غني وايي، له ټاکنو پرته واک هیچا ته نه پرېږدي، خو د ټاکنو له لارې حاضر دی ،چې له څوکۍ لاس په سر شي.اووا ک په قانوني ډول انتقال کړي. او خلک دې د موقت حکومت خوبونهنه ویني. او یوازې قانوني ډول دې مخې ته لاړ شي.

غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي او دا د دیموکراسۍ، چې د تېرو شلو کلونو عمده لاسته راوړنه ده، خلاف عمل دی.اشرف غني ویلي چې د واکمنۍ له پیل تر دې دمه یې څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي.نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي

اوتیر ۲۰۲۰ کې دا شمیره بیخي صفر ته را ښکته شوې ده.هلته بیا طالبانو تازه ویلي چې د خبرو د اجنډا لومړۍ موضوع  به د واک لېږد او د نظام بڼه وي، کوم څه چې د خلکو له پراخو غبرګونونه سره مخ شوي دي.دلته د جګړې ډګر تود دی او مهمه دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، نه د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره.

طالبان هم د واک غم اخیستی او غني هم دواړه پښې یوه موزه کې ورکړې دي چې واک نه پرېږدم.د دې هر څه قیمت ولس پرې کوي او هره ورځ وژل کېږي، ځورول کېږي، عامه تاسیسات نړېږي او په یو ډول د ژوند له حقونو بې برخې کېږي.هره ورځ په کابل او ولایاتو کې خلک ټارګټ کیږي.

ولسمشرغني:دانتخاباتو پرته هیچاته واک نه انتقالوم
ولسمشرغني:دانتخاباتو پرته هیچاته واک نه انتقالوم

ډېر وخت راهیسې افغانانو د واک پر سر د جنجالونو له کبله قرباني ورکړې او دغه لړۍ تر اوسه ادامه لري.هر یو ریس جمهور چې راشي نوږای چې څومره ډېره کیږي باید پا چاهی وکړي دوی هر وخت ملي ګټې د خپو لندې کړي دي او هر وخت یې خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی. او په همدې ډول ېې د ملت ارمانونه خاورو سره خاورې کړي دي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button