نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: امنیتي مسولین دې د دښمن د حملو پر وړاندې د خپلو خلکو ساتنه وکړي

ولسمشرغني وايي امنیتي مسولین دې د دښمن د حملو پر وړاندې د خپلو خلکو ساتنه وکړي د سرقوماندانۍ غونډه چې د ریس جمهور غني په مشرۍ جوړه شوې وه او پر امنيتي موضوعاتو بحث وکړپه دغه غونډه کې اول له اړوندو مسولینو څخه راپورونه واورېدل شول،

د راپورونو وړاندې کولو وروسته ولسمشر غني يو شمېر سپارښتنې هم وکړې.ياده غونډه په ارګ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په پیل کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هیواد په کچه د امنیتي وضعیت او د بریدونو د زیاتوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ،دغه مجلس ته د افغانستان لوی درستیز سترجنذال بسم الله وزیري د افغان ملي اردو د تحرکاتو او احضاراتو د کچې، فعالیتونو، د د ښمن د بریدونو د دفع او شنډولو او دغه راز دښمن ته د اوښتو تلفاتو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل،

د دې ترڅنګ د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمدضیا سراج وینا وکړه، د ملي امنیت منسوبینو یوه تروریستي ډله چې کابل کې یې پر یوه روغتون او جومات د خونړيو بریدونو پلان درلود، نیولې او دا مهال ترې پوښتنې روانې دي،د ملي امنیت ریس نه وروسته د جمهور ریاست لومړي معاون امرالله صالح د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسېدګۍ ټینګار وکړ وې ویل، دا کار باید د امنیتي ارګانونو د پلان عمده برخه واوسي.نوموړي وکړ، جرمونو سره د مبارزې په اړه ملي پولیس باید د هیواد په ښارونو او بېلابېلو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، ترڅو د جرمونو کچه راټیټه او خلک د ملي پولیسو له کړنو راضي شي.

د صالح نه بعد استاد محمدسرور دانش چې د دوهم مرستیال دۍ وویل،د تېرو دوو میاشتوراهيسې تاوتریخوالی زیات شوی چې دغه کار د خلکو پر روحیه بد اثر کوي ، په داسې حال کې چې ټولو له تاوتریخوالي څخه د پاک او سوله ییز افغانستان هیله لرله هغه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د دښمن د بریدونو او پلانونو د شنډولو پر مهال د ځان او خلکو خوندیتوب ته جدي اقدامات وکړي.

‎جمهوررئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وورسته له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې د دښمن د بریدونو پر وړاندې د خپلو خلکو ساتنه کوي، هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت د دعا پرمهال اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ځواکونو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته دې پر وخت رسېدګي وشي.

‎جمهوررئیس غني په ټینګار وویل: « د افغانستان حکومت، امنیت ته د یوې جدې موضوع په توګه ارزښت ورکوي او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه دا ډېره مهمه ده چې د مسوولو اشخاصو د ګمارنې پر مهال د هغوی وړتیا او مسلکیتوب ته زیاته پاملرنه وشي.»

‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د علماو، قضایي څارنوالانو او متنفذینو د امنیت د تامین په اړه دې لازیاتې هڅې وکړي، د دښمن له لوري د ترور او قتلونو مخنیوی دې وکړي.د غونډې په پای کې د هیواد جمهوررئیس وویل، امنیتي مسایل د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د دولت د رهبرۍ تمرکز د خلکو پر امنیت دی،

دولت او امنیتي مسولین باید امنیت تامین ته کار وکړي او طالبان باید نور ترهګریز بریدونه ونه کړي ترڅو افغانان نور په برامه فضا کې ژوند وکړي مه مونږ اوګورو په افغانستان کې د څو لسیزو راهيسې د جنګ په حالت کې دۍ نور افغانان د دې جګړو نه تنګ دي د هر یو افغان ارزوع دا ده چې په هېواد کې ېې امنیت وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button