نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: دشپږ نیموبجو د جلسو فرهنګ به ټولو ادارو کې الزامي شي

ولسمشرغني:د شپږ نیموبجو د جلسو فرهنګ به ټولو ادارو کې الزامي شي.د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.

په سر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ستاسو راتګ د کابل ښار د امنیتي ځواکونو او مسوولینو د انګېزې او هڅونې لامل کېږي. همدارنګه یې د شپږنیمو بجو د غونډو د شېوې په اړه هم معلومات ورکړل.ورپسې د کابل امنیتي مسوولینو، کابل ښاروالۍ، لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت، ترافیکو ریاست او د کابل امنیتي تړون مسوولینو او استازو چې د شپږ نیمو بجو غونډو غړي دي له جمهوررئیس سره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو ترڅنګ په اړوندو برخو کې خپل پلانونه وړاندې کړل.

ولسمشرغني د دغو معلوماتو او راپورونو له اورېدو وروسته د قانون ماتونکو پر وړاندې د شپږنیمو بجو غونډو لاسته راوړنې او شېوه وستایله او د هغو پر دوام یې ټینګار وکړ. د شپږ نیمو غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو فرهنګ د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.

د افغانستان جمهوررئیس د کابل ښار امنیت کې د ټولو د هلو ځلو او پرمختګ قدرداني وکړه او وې ویل، پلازمېنه باید خوندي ځای وي. کابل ښاریان باید د دښمنانو پر وړاندې چې د جمهوریت د ټولو ارزښتونو او ازادیو پر وړاندې جنګېږي بسیج او د امنیت او نظم په تامین کې د وطندارۍ حق ادا کړي. هغه زیاته کړه، د کابل شپږ نیمو بجو غونډو څخه مننه چې دا چوکاټ او ډیسپلین یې ایجاد کړی دی.

د هیواد جمهوررئیس همداراز لویې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې دوسیې دې پر وخت تعقیب او تر دوران لاندې دوسیو د ارزونې او پرمختګ سنجولو لپاره باید واضح روش رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د عدالت تامین زموږ اساسي کار او په دې برخه کې شجاعت او قاطعیت ته اړتیا ده.

ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د شپږ نیمو بجو غونډو د غړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وې ویل، ستاسو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي. هغه زیاته کړه، په ډېرو مواردو کې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت صلاحیت لري چې ستاسو ستونزې حل کړي.هېره دې نه وي چې د شپږنیمو بجو غونډه هره ورځ د امرالله صالح په مشری تر سره کیږي او امنیتي مسولینو ته پکې مختلف لار ښوونې کیږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button