نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: سولې ته ژمن یو اوخپل منځي مزاکراتو ته مو ټول خنډونه له لارې لري کړي

ولسمشرغني: سولې ته ژمن یو او مزاکراتو ته مو ټول خنډونه له لارې لري کړي جمهور ریس غني وایي، دولت یې د طالبانو سره د سولې مخامخ مذاکراتو لپاره پوره چمتووالۍ لري او شته ټول خنډونه له لارې لرې کړي دي،

د هېواد جمهور ریس اشرف غني پرون پنجشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو نه غوښتي چې تل پاتې اوربند وکړي او ژر تر ژره دې خپلمنځي مزاکرات تر سره کړي د ښاغلي غني په وینا افغان دولت یوازې د سولې لپاره ژمن نه دی او نه یې اراده پخه ده، بلکې د سولې  لاره کې یې زیات عملي اقدامات هم کړي دي چې د زرګونو طالب زندانیانو ازادول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل یې ټولو ته په ډاګه دي،

نوموړي ووویل : د تل پاتې او با عزته سولې لپاره یې ټولې زمینې مساعدې کړي.موږ د سولې لپاره یوازې خپله اراده او ژمنتیا نه ده ښودلې، بلکې عملاً مو هڅې او کوټلي اقدامات کړي دي. د زرګونو طالب بندیانو خوشې کول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل زموږ د هڅو ژوندي مثالونه دي،

جمهور ریس غني زیاته کړه چې د داسې سولې غوښتونکی یم چې د افغانستان ټول قومونه او ولسونه په کې د امنیت په فضا کې د یو او بل تر څنګ ارام سره ژوند وکړي غني په ډاډ سره وویل: “با عزته او تل پاتې سوله حتماً راتلونکې ده، ځکه چې په خپلو ټولو هڅو، کوښښونو او پوخ عزم سره مو مو د افغانستان د سولې بحث په ملي، سیمه اییز او نړیوال بحث بدل کړ او مږ او تاسو ټول به ډېر ژر د باعزته سولې شاهدان اووسۍ،

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د افغان سولې پروسه، د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې د درېدو له امله له ځنډ سره مخ ده څو ورځې وړاندې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل تایید کړل، خو اوس ولسمشر غني وایي که د امریکا په فشار دغه زندانیان خوشې کړي، نو نړۍ ته به له دې زندانیانو ستر مشکلات جوړ شي او له افغانستان نه به نړۍ ته د نشه یي توکو قاچاق بیا زیات شي،

حکومت د غټو جرمونو پاتې٣٤٠ طالب بندیانو د خوشې کولو نه مخکې له طالبانو غواړي چې د دوی ٢٠٠ سرتېري چې ٢٤ کومانډویي سرتېري هم په کې شامل دې ورازاد کړي ، طالبان بیا وایي چې د افغان دولت پوره زر بندیان یې خوشې کړي او تر هغې به د حکومت له پلاوي سره د مذاکراتو مېز ته حاضر نه شي څو د دوی پاتې ټول زندانیان ازاد نشي،

دولت بیا د طالب بندیانو په خوشې کولو کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو غوښتنه کړېچې دغه بندیان دې نه خوشې کوي ، هغه هېوادونه چې د ٣٤٠ طالب بندیانو چې په کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران او د اعدام پر حکم محکوم شوي مجرمین شامل دي او یادو هېوادونو ته یې زیان رسېدلی یا یې د اتباعو په وژنو تورن دي،

اوس دواړو لورو ته پکار دا دي چې د سولې مزاکرات ژر تر ژره پیل کړي او پاتې شته خنډونه هم له منځه یوسي او افغانستان کې باعرته سولې لپاره یو ځاۍ کار وکړي ترڅو افغانستان کې پېړیو راهیسې پیل وۍ جنګ ختم شي او افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي ځکه افغانان نور ددې پردیو راتپل شوي جنګ څخه نتګ دي او سوله غواړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button