نړیوال خبرونه

ولسمشرغني غزني ته سفروکړ

ریس جمهور غني پرون غزني ولايت ته سفر وکړ،او د غرني ولایت د عمومي وضعیت او د امنیت ارزونه هم وکړه، نوموړي د دغه ولایت مشرانو سپینګيرو او ولایتي مسولینو سره وليدل، او دويي سره ېې نوې ژمنې هم وکړې

ښاغلي غني له ځايي خلکو سره هر اړخيزېوعدې هم وکړې د دغه ولایت والي وحیدالله کلیمزي ولسمشر غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال خپله وینا کې ویل ، د زړه له کومې مننه چې تل مو په سختو شرایطو کې د غزني د ولسونو پوښتنه کړې او د دوی سره مو همکاري مو کړې . نوموړي زیاته کړه، کويډ۱۹ سره د مبارزې په موخه غزني ولایت ته له شپېته میلیونه ځانګړ شویو افغانیو څخه یې اتلس میلیونه په شفاف ډول مصرف شوي .کلیمزي وویل، د شته مشکلاتو د حل او انکشافي پروژو د تطبیق لپاره د ولسونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو ګډه همکاري لارمي ده او د ولسونو په همکارۍ د کرنې د ودې او نورو برخو کې انکشافي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي

دويي زیاته کړه، د غزني قومونه د خپل نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او د دښمن له لوري د دوه کاله وړاندې وحشت به بیا تداسې ونشي .په همدې لړ کې لومړي مرستیال امرالله صالح له یادو ویناوالو څخه په مننې وویل، د دغې فضا چې خپلې نیوکې او نظریات مو په ازادانه توګه د ملت زعیم سره شریک کړل قدر او باید په لوړ مورال سره د وطن دامنیت ساتنه وکړي

تنوموړي زیاته کړه موږ له ۲۶ ټولنیزو بنسټونو سره د متقابل درناوي فضا او قانون په چوکاټ کې کار کوو.د جمهوررئیس لومړي مرستیال د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د بشري ټولنې او ارزښتونو لپاره جنګېږي قدرداني وکړي.هغه زیاته کړه، موږ باید خلک بسیج او په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې او بې عدالتۍ ختمې کړو. موږ د واحد ټیم او ستاسو د خدمتګارانو په توګه تاسو ته غوږ ګدو.

نوموړي زیاته کړه، خلک د جمهوریت غوښتونکي او ملاتړي دي، ځکه له ملي بحث پرته ملت منځته نشي راتلای او ملت ازاد بحث ته اړتیا لري.جمهوررئیس غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر فرد رضاکار دی او د دوی د مبارزو، اتلولیو، زړورتیا او سرښندنو قدرداني وکړئ، ملاتړ یې وکړئ او په محبت ورسره چلند وکړئ، ځکه د دوی قربانۍپه تاریخ کې بېسارې دي او موږ ټول ورباندې ویاړو.د هیواد جمهوررئیس د علماوو متفقې فتوا څخه په مننې وویل، د دوی د فتوا پر اساس مو دوه کاله وړاندې اوربند وکړ او نړۍ ته مو ثابته کړه چې د سولې امکان شتون لري،

خلکو ډوډۍ غوښته او د دې لپاره مو د لومړي ځل لپاره وچه ډوډۍ ووېشله.جمهوررئیس غني وویل، موږ د اسلامي اصولو او اساسي قانون په چوکاټ کې د افغان ښځې درناوی او حقوق غواړو، د هیواد د نورو ښځو په څېر به د غزني ښځې هم د خپلو وړتیاوو په اساس حکومتولۍ ته جذب شي.

په پاۍ کې ولسمشر غني وويل ، د غزني ښار د انکشافي پلان د برابرولو ترڅنګ د اوبو لګولو سیستم هم احیا کېږي، سره له دې چې د کرونا بدو اقتصادي اغېزو زموږ امکانات محدود کړي، مګر امکاناتو ته په کتو به د غزني د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي،

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ولایاتو ته سفرونه پيل کړي دي او لا ېې هم کوي ددې نه وړاندې هم ولسمشر لوګر ته سفر کړۍ وو او دا لړۍ به دوام لري ولسمشر غني به د دې نه بعد هم نورو ولایاتو ته سفر وکړي او ددغو ولایاتو عمومي وضعیت با وارزوي نوموړي د انتخاباتو نه وړاندې دا ژمنه کړې وه چې هر یو ولایت ته به سفر وکړي او دويي سره کړې ژمنې به و ارزوي او عملي به ېې کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button