نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړی: د دولت عالي شورا به د پریکړو صلاحیت نه لري

ولسمشری ماڼړی : د دولت عالي شورا به د پریکړو صلاحیت نه لري داسې چې په ارګ کې د دولت عالي شورا د جوړېدو په تړاو سلا مشورې روانې دي، ارګ وایي، یاده شورا یوازې مشورتي نقش لري او د پریکړو د ترسره کولو واک نه لري.

په سیاسي چارو کې د اشرف غني سلاکار «اکرم خپلواک» وایي، نن او سبا هم ددې شورا د جوړښت په اړه سلا مشورې دوام کوي.د ارګ مرستیال ویاند «لطیف محمود» وایي، چې دا شورا یوازې مشورتي نقش لري او شل تنه سیاسیون او متنفذین یې غړیتوب لري.هغه وړاندې زیاته کړې «قانوني بنسټونه په خپل ځای پاتې دي،د افغانستان په اساسي قانون کې يې ځای او واک مشخص دي،

دا د هغوی بدیل نشي کېدای…اما طبیعي ده، چې په دې جوړښت کې به سلا مشورې کېږي او بحثونه به صورت نیسي، چې همدا پریکړې به بیا د ولسمشر له لوري عملي کېږي.ورته وخت یو شمېر سیاسیون چې ارګ په دې شورا کې د غړیتوب وړاندیز ورته کړی،

د دولت په عالي شورا کې یې ګډون رد کړی او ټینګار لري، که یاده شورا د پریکړو واک ونلري، نو جوړښت یې بې ګټې دی.د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ویاند عبدالفتاح احمدزی وایي، اوس مهال افغانستان یوه حساس پړاو ته داخل شوی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت په ملي او مهمو مسایلو کې د پريکړې اړتیا ده،

arg

نو دا شورا باید د مشورتي او نمایشي نقش په ځای د پریکړو واک ولري.ځکه افغانستان کې باید پرنفوسو څېرو ته دا حق ورکړل شي چې د هېواد په مهمو مسایلو کې ونډه ولري او د اینده پلانونو په اړه هم صلاحیت ولري. ځکه دا د ټولو ګډ کور دی. او باید په ګډه ېې سره جوړ کړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button