نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼۍ:دجګړې زیاتوالۍ د سولې خبرې مشکلاتو سره مخ کوي

 ولسمشری ماڼۍ: د جګړې زیاتوالۍ د سولې خبرې مشکلاتو سره مخ کوي د افغانستان د غور ولایت  مرکز فیروزکو ښار کې پرون یوې موټر بم حملې سلګونه کسانوته مرګ ژوبله واوړوله او ګڼ شمېر کسان پکې ټپیان شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي ډېرښت او د ملکي کسانو زیاته مرګ ژوبله به د سولې روانې هبرې له زیاتو خنډ سره مخ کړي د ولسمشري ماڼي هم ویلي دا تاوتریخوالی کولای سي چې د سولې خبرو کې لوی خنډ واقع کړي او دا پروسه له مشکلاتو سره مخ کړي.

افغانستان کې د امریکا سفارت ویلي چې په غور کې یوځل بیا بې ګنا ملکی افغانان په بې معنی بمي چاودنه کې ووژل سول او د دې وینې تویولو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړېپه یو تازه راپور کې د امریکا پوځ ویلي چې  پر طالبانو به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي د امریکا پوځ ویلي طالبان چې څومره سرغړونه کوي دوی به پرې بریدونه کوي

د دې پوځ یوه ویاند سوني لګیت په تازه خبرو کې ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی اوس باید دواړه لورې اوښیار شي او جنګ بندي وکړي تر څو افغان وژنه بنده شي او افغانان په ازاده فضا کې ژوند وکړي.

لپه دې اړه ګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې  طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنسټ دوام ولري. د ا هم باید یاده کړو چې د هلمند نه پرته د کابل کې هم جنايي جرمونه زیات شوي. او هره ورځ پکې لسګونه رسمي د دولت کارمندان او عام وګړي وژل کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button