ولسمشر غني: حکومت د کرونا دریمې څپې د مهارولو بشپړ تیاری لري

ولسمشر غني: حکومت د کرونا دریمې څپې د مهارولو بشپړ تیاری لري.جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون غرمه د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره په غونډه کې د کرونا دریمې څپې د مهارولو لپاره د حکومت په تیاریو د بحث پر مهال د هغوی پلان واورېده.
جمهوررئیس غني د منابعو مدیریت، راتلونکو اقداماتو، د همغږۍ زیاتوالي او د محدودیتونو تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت د راپور ارزونې پر مهال وویل، حکومت د دریمې څپې مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او بین المللي روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.تر څو مونګ وکولی شو کرونا بشپړه له منځه یوسو.
ورپسې د عامې روغتیا وزارت سرپرست او اړوندو مسوولینو د کرونا وبا د دریمې څپې د مهارولولپاره د تیاري راپور وړاندې کړ وې ویل، د تېرو دوو څپو له تجربو څخه په استفادې په سیستم کې کافي ظرفیت رامنځته شوی او د پي سي ار یا دکرونا ټېسټ ظرفیت لوړولو او ناروغانو ته پر وخت د اکسیجن برابرولو لپاره منظم پلان ترتیب شوی دی.

د هیواد جمهوررئیس وویل: د درملو او طبي تجهیزاتو کموالي په اړه د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ته عاجل رسیدګي کېږي. د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسوولیتونه واضح شي
ښاغلي غني وویل چې هام وګړو ته دې د کرونا په اړه پوهاوي باندې ټینګار وي تر څو عام وګړي د دریمې څپې په اړه واضح معلومات ولري.او اینده پلانونو مطابق خپله زندګي تېره کړي دوی ته دې د کرونا زد واکسینو لګولو موقعهم زیاته شي.