نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: حکومت سقوط نه کوي

ولسمشر غني: حکومت سقوط نه کوي.داسې وخت چې د امریکايي او ناټو ځواکونو په نشتون کې د حکومت د سقوط وړاندوینې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، ولسمشر اشرف غني وایي، نړیوالې ټولنې او امریکا ورسره د مرستو ژمنه کړې.او دولت به سقوط ونکړي.

جمهور ریس غني له سي‌ اېن اېن تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې هغه اندېښنې غیرحقیقي بللې، چې د بهرنیانو د وتلو په صورت کې د حکومت د سقوط په تړاو کېږي او ټینګار یې کړی چې حکومت حالت باید له ویتنام څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت سره پرتله نشي.نوموړي ویلي، چې کحکومت په اوسني‌ وخت کې غښتلي‌ امنیتي ځواکونه لري او تر څنګ یې نړیوالې ټولنې او امریکا ژمنه کړې چې د عسکرو تر ایستلو وروسته به هم له دولتي‌ عسکرو سره مرستې روانې ساتي‌.

نوموړي ویلی اړیکې به یوازې له نظامي مرستو څخه د اقتصادي او سیاسي مرستو حالت ته اوړي.غني ویلي، که چېرې سیمه ییز هیوادونه او بهرنیان له افغانستان ملاوتړ ونکړي، نو په افغانستان کې به خونړیو جګړو ته لار هواره شي او دا جګړې به سیمه ییز امنیت ته ګواښونه متوجه کړي.

ښاغلی غني ددې تر څنګ له امریکایانو مننه کړې چې دده په اند، د افغانانو د اړتیا په وخت کې د هغوی مرستې ته راغلي او دلته یې د ۲۴۴۸ امریکایي عسکرو د وژل کېدو قرباني ورکړې.دغه خبرې داسې مهال دي چې امریکا او ناټو وایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ټول فوځیان وباسي.

img 20210420 040839

د بهرنیو عسکرو وتل که څه هم د‌ طالبانو لپاره سره کرښه ده، خو حکومت یې له امله اندېښمن دی او داسې وړاندوینې شته چې، ښایي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حکومت د طالبانو د بریدونو په وړاندې تم نه شي.او کورنی جګړې پیل نشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button