نړیوال خبرونه

ولسمشر غني دامريکا د بهرنيو چارو وزير سره تلیفوني خبرې شوي

ولسمشر غني د امريکا د بهرنيو چار وزير سره تلیفوني خبرې شوي دامريکا متحده ايالتود بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د ولسمشر اشرف غني سره د سولې روان بهیر په اړه ټيليفوني خبرې کړي دي.دنوموړي دا اول تلیفون دی چې افغان ولسمشر سره ېې کړی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې انټوني بلينکن له اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال په هېواد کې د روانې جګړې په شدت او هدفي وژنو په زياتېدو اندېښنه ښوولې ده.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې انټوني بلينکن د کابل حکومت له مشر سره د سياسي روغې جوړې، د ډيپلوماټيکو هڅو په چټک کولو او تلپاتې اوربند ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

په دې اړه سیاسي شنونکي وايي، د بلينکن پر ځای بايد د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن د افغانستان سولې بهير په اړه له اشرف غني سره غږيدلی وای، خو ولسمشرۍ ماڼۍ هيله ښوولې، چې په لنډ وخت کې به د امريکا ولسمشر هم له اشرف غني سره په دې موضوع خبرې وکړي.

دارګ اعلامیه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکل شوي، چې د بايډن اداره به د تېر ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون بيا ارزونه هم کوي او په عين حال کې امريکا غواړي په دې پوهه شي، چې ايا طالبانو رښتيا هم له نورو بهرنيو وسله‌والو ډلو سره اړيکې پرې کړي دي که نه.

ولسمشر غني دامريکا د بهرنيو چارو وزير سره تلیفوني خبرې شوي
ولسمشر غني دامريکا د بهرنيو چارو وزير سره تلیفوني خبرې شوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس او نورو چارواکو د بايډن ادارې وروستيو څرګندونو ته خوښي ښکاره کړې او وايي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ د اړيکو نوی باب پرانیستل شوی دی.خو د چارو څارونکي وايي، چې د بایډن په مشرۍ سپينه ماڼۍ به د افغان حکومت په غوښتنه له طالبانو سره تړون لغوه نه کړي او نه به د خپلو پوځيانو د ويستلو پروسه وځنډوي.ځکه دا یو طلايي فرصت دی او بیا نه رازي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button