نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره ولیدل

ولسمشر غني د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره ولیدل.ولسمشر اشرف غني د امریکایي  پوځ د مرکزي قومندانۍ سنټکام له قومندان جنرال مک کینزي سره لیدلي او د افغان سولې پروسې او د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې ورسره شوي دي.

د ولسمشر ماڼړی څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یاده لیدنه پرون له غرمې وروسته په ارګ کې شوې او په مهال یې د اشرف غني  مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د ناټو او امریکایي  ځواکونو قومندان سکاټ مېلر او د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسون همګډون درلود د خبرپاڼې پر بنیاد په دې لیدنه کې د افغان سولې  پروسې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت او له دولتي عسکرو څخه د ملاتړ په اړه هم بحث وشوې او د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه وښودل شوه.

دغه لیدنه داسې وخت ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د دوحې تړون په اساس له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو او یا هم د پوځي  حضور د دوام په اړه سلا مشورې روانې کړې دي او ښايي د روانې میاشتې تر  پایه په همدې تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس بهرني عسکر یوازې پنځوس ورځې  وخت لري، چې عسکر  په بشپړ ډول له افغانستانه وباسي.خو دوی لا هم پدې ندي سلا شوي چې ایا دوی به اوځي که پاتې به شي.

20210314 072539

د (Pantagon) یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، چې امریکا د خپلو عسکرو د ایستلو په تړاو د پرېکړې لپاره ډېر وخت نه لري؛ ځکه که سپينه ماڼۍ د عسکرو د بشپړې انخلاء امر وکړي، نو امریکايي عسکر به اړ شي، یو شمېر هغه وسلې او وسایل انفجار کړي، کوم چې د طالبانو لاس ته یې ورتلو اندېښنې شته .

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button