نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د قران کریم نزول لسیزې د نمانځې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د قران عظیم الشان د نزول لسېزې او د قران کریم د حفظ او قرائت ملي سیالیو د غوره قاریانو د تقدیر د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د ارشاد، حج او اوقافو او د هیواد یو شمېر نورو جیدو علماو د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو او قدر شپې په اړه د خبرو پر مهال د خدای تعالی په دربار کې په هیواد کې د روانې جګړې او وینې بهېدنې د پایته رسېدو دعا وکړه.دوی له جمهوررئیس څخه د دغه ډول برنامو د جوړولو مننه وکړه او د هغو پر پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د قران کریم د حفظ او قرائت ملي سیالیو غوره قاریانو ته د شهادتنامو له ورکړې وروسته وویل، قرانکریم معجزه ده او د اسلامي نړۍ په ګډون ټول بشریت ته تل د خیر، سولې، عدالت، منځلارېتوب او اعتدال لارښوونه کوي.هغه له ځوانو حافظانو او قاریانو نجونو او هلکانو مننه وکړه او د قران شریف، محمدي غرا شریعت او نبوي احادیثو پر فهم یې ټینګار وکړ

img 20210510 091909

نوموړي ویل هیچا ته باید د دې اجازه ورنکړو چې د اسلام مبین دین تحریف کړي او هېڅوک په دې کې شک او شبهه نه لري چې د یوه انسان وژل د ټول بشریت وژل دي. هغه زیاته کړه طالبان په کوم اساس او منطق د انفجار او انتحار اجازه ورکوي.

ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه وې ویل، په افغانستان کې د اهل تشیع او تسنن پیروانو اتفاق او وحدت بېساری دی او پر موږ هره یوه برید، پر ټول افغانستان برید دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button