نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د هېواد یو شمېر زونونو له مشرانو او متفذینو سره ولیدل

ولسمشر غني د هېواد یو شمېر زونونو له مشرانو او متفذینو سره ولیدل.جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار زونونو له مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې، د سولې په اړه خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د یادو زونونو یو شمیر مشرانو او متنفذینو د نورو په استازولي د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پر مهال په هیواد کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین په موخه د ولسي شوراګانو، قومونو او اتحادیو د لاغوره انسجام او سولې په اړه خپل لیدلوري له جمهوررئیس سره شریک کړل.باید یاده کړو چې دغه لیدنه په ولسمشری ماڼړی کې تر سره شوه.

ولسمشر غني د دوی د خبرو او نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ له اورېدو وروسته وویل، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته یو ستر فرصت رامنځته شوی.او اوس د سولې طرحه او مدیریت د افغانانو په واک کې قرار لري.هغه زیاته کړه، د بین المللي قواو په وتلو سره، طالبانو ته د جنګ د دوام په خاطر هیڅ راز بهانه نه ده پاتې او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په تدبیر، مېړانه او جرئت سولې ته لومړیتوب ورکړو.

img 20210516 095932

جمهوررئیس محمداشرف غني دېته په اشاري چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سولې صلابت، اراده او جرئت لري وویل، طالبان دې هم دغه ډول جرئت له ځانه وښيي چې د سولې نیت لري.جمهوررئیس څرګنده کړه، سیاسي اجماع موجوده ده او اوس د سولې مذاکراتو لپاره د جمهوریت یوه واحد غږ ته اړتیا ده.

هغه د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، د سولې هیڅ پلان او هوکړه د لویې جرګې له تایید پرته د منلو نه ده او له مشرانو یې وغوښتل پر طالبانو فشار راولي چې په جرګه کې برخه واخلي او ددغه شریک درد لپاره حللاره پیدا شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button