ولسمشر غني د ټاکنو نه پرته واک نه پرېږدم

غني تازه وینا

ولسمشر غني د ټاکنو نه پرته واک نه پرېږدم.داسې وخت چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د یوه موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی او ښایي‌ په اړه یې په ترکیه کې یوه غونډه هم راوبلل شي، د کابل ولسمشر غنی یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک د انتقال خبره کړې.

ولسمشر غني ټینګار یې کړی، چې چمتو نه دی له ټاکنو پرته خپله چوکۍ پرېږدي.ولسمشر غني چې په کابل کې یې د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د هیواد‌ د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې اصلاحات تر نامه لاندې رابلل شوي‌ سیمنار ته وینا اوروله وویل، چې که طالبان سبا ورځ ټاکنو ته حاضر شي، دوی هم ورته چمتو دي؛ خو له ټاکنو پرته واک بل چاته نشي‌ ورکولی.

ښاغلي غني وړاندې زیاته کړې که طالبان همدا سبا ټاکنو چمتو شي، موږ تیار یو خو له ټاکنو‌ پرته واک خپل ځایناستي ته نشو لېږلای. ۴۲ کلنه جګړه کفایت کوي، موږ هم د نړۍ د ګڼو ملتونو په څېر د ژوند کولو حق لرو.»ولسمشر غني‌ ددې تر څنګ د افغان سولې‌ په تړاو د امریکا وروستیو چټکو هڅو ته په اشارې ویلي، چې دوی له دې بیړې هرکلی کوي.خو باید هر څه حکمت سره وشي

20210317 151309

د ولسمشر غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې چټکې کړې دي ‌او حکومت، سیاسیونو او طالبانو ته په سپارلې طرحه کې یې د یوه ګډ لنډمهالي حکومت د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.

د لنډ مهاله حکومت دې طرحه کې راغلي، چې طالبان او غني‌ دې مشترک حکومت جوړ کړي‌ او د یوې مشخصې دورې تر بشپړېدو وروسته دې ټاکنې وشي او د هیواد راتلونکی سیاسي نظام دې غوره کړل شي.تر څو افغانستان کې دایمي سوله راشي.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments