نړیوال خبرونه

ولسمشر غني عطا محمد نور سره وکتل

ولسمشر غني عطا محمد نور سره وکتل ولسمشر غني نن سهار د لوړ پوري چارواکو په ملتیا بلخ ولایت ته سفر وکړ.د اسلامي جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی سره په مزارشریف ښار کې لیدنه وکړه.

دغه لیدنه کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر پداسې حال کې چې د هېواد ولسمشر ته یې مزارشریف ښار ته ښه راغلاست وویل.د شمال او بلخ ولایت امنیتي وضعیت، په امنیتي سکتور کې د وړتیاوو او ظرفیتونو شتون، د ملي بسیج، د طالبانو پر وړاندي د مبارزې روحیې، د ستونزو او د مقابلې لارو په اړه خبرې وکړې څرګنده کړه چې د شمال خلکو په لوړه روحیه د طالبانو پر وړاندي مبارزه کوي او اجازه نه ورکوي چې دوی د خلکو حاکمان شئ.

همدارنګه د هېواد جمهور رئیس پداسې حال کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دفاع او ملاتړ او د ملي بسیج د رامنځته‌کولو په برخه کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر، د هلوځلو او زیار څخه مننه وکړه او د هغه نظریات يې د وضعیت ښه‌والي په برخه کې اغېزمن یاد کړل؛ زیاته کړه چې بلخ ته زما د راتګ موخه دا ده چې په هر ډول شرایطو کې د خلکو په څنګ کې ولاړ او هر ډول خدمت ته چمتو یم.

ولسمشر غني څرګنده کړه چې د ځواکونو وړتياوې، ظرفیتونه، مورال او همدارنګه ستونزې او د ضعف نقطې تشخیصوي. ولسمشر د بلخ ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د برېښنا بيه په ټول هېواد کې په عادلانه ډول برابروي.

20210713 143612

همدارنګه جمهور رئیس د هېواد د امنیتي ځواکونو شهیدانو، په ځانګړي توګه د اسلامي جمعیت ګوند مشر ورور حاجي فدامحمد نور روح ته دعا وکړه.نوموړی د دې نه وړاندې هم ځينو ولایاتو ته سفر درلود هغه څو ورځې وړاندې خوست ولایت ته هم سفر وکړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button