نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: مونږ یو با ثباته نظام غواړو

ولسمشر غني: مونږ یو با ثباته نظام غواړو. داسې وخت کې چې په قطر کې د افغان سولې خبرې پیل شوي دي او د مؤقت حکومت خبره د رسنیو سرلیک ګرځېدلې ولسمشر غني وايي، د اوسني نظام د ثبات لپاره کوشش کوو.

ولسمشر غني چې ننګرهار ته د سفر په مهال یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې جمهوریت یوه ګډه پانګه ده چې ګیلې او غوښتنې پکې مطرح کېدای شي او د همدې جمهوري نظام د ثبات لپاره باید کار وکړو. زما ټوله دنده دا ده چې د ولس په اراده دولت خپل ځایناستي ته واک په قانوني توګه انتقال کړو. دلته جمهوریت زموږ او ستاسې مشترکه پانګه ده، چې پر یو او بل نیوکې او ګیلې کولی شو. غواړو نظام ثبات ومومي.

ښاغلي غني وړاندې پر طالبانو غږ وکړ چې د ولس غېږې ته راشي او په خبره یې، که چېرې ولس هغوی ومني؛ دوی به هم غېږ ترې تاو کړي « طالبان دې د ولس غېږې ته راشي، که ولس لاس پرې کېښود، زر وارې رادې شي، له جګړې د وتلو لپاره موږ حاضر یو په خپله غېږ کې یې ونیسو، دوی دې هم واقعیت ومني، چې اوسنی افغانستان د ۱۹۰۰ پخوا افغانستان نه دی.»

ولسمشر غني ددې تر څنګ د ننګرهار لپاره د کار کولو ژمنه وکړه او د ښوونې وزیرې ته یې امر وکړ، چې ددې ولایت لپاره د ښوونکو څلو زره بستونه منظور کړي.د نوموړي له قوله، د ننګرهار د ښار لپاره یې هم طرحه جوړه کړې او که چېرې په ښه او منظمه توګه عملي شي ننګرهار به د سیمې له غوره ښارونو وشمېرل شي.

ولسمشر غني: مونږ یو با ثباته نظام غواړو
ولسمشر غني: مونږ یو با ثباته نظام غواړو

ورته مهال د نوموړي لومړي مرستیال ښاغلی صالح بیا د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل، چې طالبان د قدرت او واک لپاره جنګېږي او د دین لپاره جګړه نه کوي.دده په خبره، هغوی له دیني نصوصو ځان باسي او د کابل د مذاکراتي ټيم له غړو سره په دیني برخه کې استدلال نشي کولای « طالبان هڅه کوي، چې له دیني مباحثو خپله پښه وباسي، موږ غواړو چې د شریعت په اساس مذاکره ورسره وکړو، خو دوی یې نه مني او نه غواړي چې مزاکرات وشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button