افغانستان

ولسمشر غني وايي، مشروع واک له ده سره دی او مشروع نظام ته به یې سپاري

اړوند خبر: 

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په پیغام کې یو ځل بیا پر ملي مشروعیت، د افغانانو پر ملي یوالي، د کډوالو پر وضعیت او د افغانستان لپاره پر ځینو هیلو څرګندونې کړې دي.

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې افغانان نن له جدي ستونزو سره مخ دي او موږ په ګډ بحران کې یوو.

ولسمشر غني په پیغام کې دا خبره یو ځل بیا تکرار کړې، چې د ولسمشرۍ مشروعیت له ده سره د افغان ولس یو امانت دی او دا امانت او باور به مشروع نظام ته سپاري.

هغه زیاتوي: «هغه د مشروعیت امانت چې تاسو ماته راکړی، هیله لرم چې یو مشروع نظام ته یې وسپارم».

د دوحې تړون پر اساس پر افغانستان واکمن شوي طالبان تراوسه هېڅ کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري او هغه ژمنې چې د داخلي او بهرني مشروعیت لپاره دې ډلې له افغانانو او نړۍ سره کړې دي، د نږدې څلورو کالو په تېرېدو سره یې لا هم پوره کړې نه دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر پیغام کې د اسلامي نړۍ پر وضعیت سربېره، د هېواد روان کړکېچ، نړۍ له افغان کډوالو پر مخ اړولو، واک مشروع نظام ته سپارلو او راتلونکې ته د افغانانو د هیله من سازۍ په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی غني وايي، اوس مهال اسلامي نړۍ په درېیو مختلفو حالتونو کې ده چې یوه برخه یې په چټکۍ د خپلو خلکو لپاره راتلونکي ته کار کوي؛ له دویمې لاره ورکړه چې ځینې وخت پر ځای درېږي، ځینې وخت واړه ګامونه اخلي او ځینې وخت حتی شاتګ کوي.

ولسمشر غني زیاتوي، چې په اسلامي نړۍ کې درېیمه برخه له چټک پرمختګ کوونکې نړۍ سره یوځای نه شي تللی او د دوی ولسونه د نړۍ له امکاناتو او له بدلونونو یې بې برخې پاتې کېږي، چې ورځ په ورځ دا واټن لا ډېرېږي.

افغانستان چې په اسلامي نړۍ کې تر ټولو مهم تاریخ لري، د طالبانو په واکمنۍ سره دغه هېواد نه یوازې د اسلامي نړۍ په پرېکړو کې د واک څښتن نه دی، بلکې له تېرو درېیو کالو راهیسو په نړیوال نظم کې له ادغام لوېدلی دی.

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې افغانان نن له جدي ستونزو سره مخ دي او موږ په ګډ بحران کې یوو.

هغه وايي، د هر بحث او تحلیل پیل باید دا وي، چې موږ ومنو چې ګډ بحران کې یوو او له دې نه د وتلو لپاره باید د هویت، سمت، قوم او بل هر بنسټ باندې د یو بل ملامتول نه یوازې اجماع نه رامنځته کوي، بلکې کړکېچ ژوروي.

ښاغلی غني وايي: «موږ امکانات لرو. بې امکاناتو نه یوو. اوبو نه نیولې تر معادنو پورې مو، تر موقعیت پورې مو، تر نورو پورې مو… خو جمعي عقل باندې باید اعتبار وکړو. دا په فردي عقل نه کېږي، لازمي اجماع غواړي – مطلقه اجماع ممکنه نه ده، لازمي اجماع امکان پذیره ده».

د هېواد ډیاسپوره او نور کډوال چې دا مهال له ګاونډیو هېوادونو سربېره اروپا او امریکا د دوی پر مخ لارې تړلې دي او مخ یې اړولی دی، ولسمشر وايي نه یوازې دوی خپل راتلونکي ته اندېښمن دي بلکې د هېواد دننه وضعیت له دې هم ژور او پراخ درد لري.

د دوحې تړون له مخې پر افغانستان د طالبانو له حاکمېدو سره د هېواد لسګونه زره کادرونه، ښځې، نجونې او ځوانان له هېواده بهر ولاړ چې ځینې یې لا هم په بې برخلیکه وضعیت کې دي او د ځینو پر وړاندې حتی اروپا او امریکا د پناه شرایط سخت کړي دي.

دا کادرونه په هېواد کې د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیزونو او بیان آزادۍ سربېره د ناوړه اقتصادي شرایطو له امله چې رامنځته شول، ګاونډیو او نورو غربي هېوادونو ته وتلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې دوام زیاتوي، چې ولس باید د لوبې اصولو سره سمه پرېکړه وکړي؛ په خپلواک او آزاد ډول چې د لوبې اصول څه وي چې د ښګېڼې لپاره ثبات رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان د جمعې عقل خاوند دي او هره لویه جرګه یې چې رابللې په ډېر تدبیر سره ولس په دې توانېدلی چې خپله لاره پيدا کړي، بدیلونه وټاکي او سختو شرایطو کې دا محاسبه وکړي چې څه وکړي او څه ونه کړي.

ولسمشر غني وايي دی د جوړولو، یووالي وسیلې او آبادۍ لپاره پیدا شوی دی، او هیله لري هر ځل له افغانانو سره په غږېدو دوی وپوهېږي چې ولسمشر یې له دردونو او هغه ژورو آرمانونو خبر دی، چې د یوه باثباته، هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره یې لري.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ چې ولسمشر غني لا هم واک په سوله ییز ډول په هېواد کې یوه مشروع نظام ته نه دی سپارلی، ټینګار کوي، چې دی هیله لري، چې هغه امانت چې افغانانو ده ته ورکړی، وکړای شي چې یوه مشروع نظام ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر غني تمرکز د معاصر افغانستان ۳۰۰ یمې کلیزې ته چې په ۲۰۴۷ کې راځي، پر یوه داسې افغانستان دی، چې د افغانانو د ملي لویې جرګې له لارې ولسواک نظام رامنځته کړی وي پرته له دې چې خپل ژبنی، سیمه‌ ییز یا قبیلوي هویت څنګه تعریفوي – د خپل لوی ملي هویت په چوکاټ کې ځای وویني.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button