نړیوال خبرونه

ولسمشر غني په یو ورځني سفر هرات ته ورسېد

ولسمشر غني هرات ته یو ورځني سفر ورسېد دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار هرات ته ورسېد. نوموړی به هلته په هرات کې د دغه ولیت عموي امنیت هم اوګوري. او د دغه ځای چارواکو سره له اوګوري.

د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې د هرات ولایت مسوولینو، مشرانو او متنفذینو جمهوررئيس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.جمهوررئيس غني به په دغه سفر کې د دې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او تاجرانو سره جلا جلا لیدنې ولري.له نوموړي سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح هم ملتیا کوي.

ولسمشر غني هرات ته له رسېدو سره سم دیاد ولایت د هوایي ډګر چې د «خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر» په نوم نومول شوی وو؛ پرانستنه وکړه.نوموړی به یوې عمومي غونډې ته وینا هم وکړي او د دغه ځای خلکو ستونزې به هم واوري.هرات ولایت که څه هم د نورو ولایتونو په پرتله پرمختللی ولایت خو بیا هم په هیواد کې د وروستیو حالاتو په کتو یو عمومي امنیت وضغیت وڅېړل شي او وروسته ورته بیا پلانونه هم جوړ شي.

ولسمشر غني په یو ورځني سفر هرات ته ورسېد
ولسمشر غني په یو ورځني سفر هرات ته ورسېد

هېره دې نه وي چې ولسمشر غني د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي. هغه د دې نه وړاندې کندهار او ځیني نور ولایاتو ته هم سفرونه کړي دي او هلته د نظامي او ملکي مسولینو سره لیدل کتل شوي دي.نوموړي خپل سفرونه په داسې حال کې پیل کړي چې د هېواد عمومي امنیت وضعیت د باور وړ ندی او هره ورځ پکې هدفي وژنې او نور جنایتي جرمونه تر سره کیږي.

که مونږ اوګورو د ولاایاتو تر څنګ پلازمېنه کابل کې هم هره ورځ په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او د عاموخلکو ژوند ترینه متاثره کیږي.بلخوا ډېری هام وګړي او مدني فعالان دې ته مجبور شوي چې افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډه وکړي. په همدې لړ ډيوه نیازی عصمت قانع او داسې نور فعالان هم مجبور شو چې افغانستان پرېږدي او بهر ته ولاړ شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button