نړیوال خبرونه

ولسمشر غنی د بلخ ولایت مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل

ولسمشر غنی د بلخ ولایت مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل.جمهوررئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال پرون مازدیګر په دې ولایت کې مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په مزارشریف ښار کې ترسره شوه، دوی د امنیتي وضعیت د تشریح او د دښمن د تحرکاتو د دفعې او شنډولو په موخه د هڅو ترڅنګ، د چارو د ښه والي په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک، کومانډو، ځانګړو او صفر لرونکو قطعاتو د شپې او ورځې هڅو مننه وکړه

ولسمشر غني وویل د وسله وال پوځ منسوبینو له ځانه مېړانه او زړورتیا وښوده چې افغان ولس ورته د وطن د صدیقو بچیانو په توګه درناوی کوي.جمهوررئیس دېته په اشارې چې د امنیتي او دفاعي سکتور د وسط کال په بودجه کې پام وړ زیاتوالی راځي

fb img 1626260065323

هغه وویل، د هوايي ځواک ځانګړو قطعاتو د دښمن پر ضد شپه او ورځ عملیات پیل کړي چې په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.او همدا ملي اردو ځواکونه دي چې مونږ ته انرژي راکوي دوی کولی شي چې د اینده نسل او ولس ساتنه په مېړانه وکړي هغه وویل ټولو مشرانو ته پکار دي چې د ملي اردو د ځواکونو ملاتړ وکړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو او د دوی د ټپیانو درملنې ته جدي پاملرنه کېږي هغه وویل چې دوی ته به ځانګړې بودیجه ورکړل شي او د دوی روحیه به نوره هم تازه شي دې سره به د مخالف لورې ته په ښه توګه عملیاتونه ترسره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button