نړیوال خبرونه

ولسي جرګه:که نور بندیان خوشي شي جګړه به نوره هم زیاته شي

ولسي جرګه:که نور بندیان خوشي شي، جګړه به نوره هم زیاته شي وروسته له هغه چې په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې له دوی د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، پارلمان ویلي، چې د طالب بندیانو خوشي کولو سره به جنګ زیات شي.

د پارلمان وکیلانو په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.د ولسي جرګې غړیو ویلي، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي چې په هېواد کې یې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز اغېز مثبت نه دی کړی.دوی زیاتوي، له منطعي دلایلو پرته د طالبانو د زندانیانو خوشي کول نه یوازې دا چې سوله نه شي راوستلی بلکې د وضعیت د لا ترینګلتیا او کړکېچ لامل کېږي او تاتریخوالی نور هم زاتیدی شي.

د پارلمان غړو د شارژدافیر راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د ولسي جرګې غړي له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي.په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې د خپلو اوو زرو بندیانو د خوشي کولو خبره کړې.

 ښاغلي ویلسن ټينګار کړی و چې دا د دوحې هوکړې برخه ده او هوکړه باید عملي کړل شي.افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.ولسمشرغني دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل او اوس د طالبانو وار دی چې سولې ته څومره ژمن دي.

ولسي جرګه:که نور بندیان خوشي شي جګړه به نوره هم زیاته شي
ولسي جرګه:که نور بندیان خوشي شي جګړه به نوره هم زیاته شي

ولسمشر غني ویلي و چې د یادو طالب بندیانو خوشي کول د سولې لپاره نیک ګام و او پرې پښيمانه نه دی.خو وسله والو طالبانو د خپلو پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو سره ـ سره جګړې ته دوام ورکړی او د خوشي شویو بندیانو تر نیمايي ډېر برخه بېرته جګړه پیل کړې.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button