نړیوال خبرونه

ولسي جرګې ته د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ نوماندوزیر دوکتور انوارالحق احدي د وینا څو مهم ټکي

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم فاعوذو باالله من الشیطان الرجیم بسم‌الله الرحمن الرحیمد ولسي جرګې محترم رییس صاحب د ولسي جرګې د اداري پلاوي محترمو غړو د ملت استازو محترمو وکیل صاحبانو خویندو او ورونوالسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د وزارت دنده اعلی مسوولیت او له افتخاره ډګه دنده ده. د افغانستان له جلالتمأب ولسمشر او د مصالحې شورا له ری‍‍ٔیس داکتر صاحب عبدالله عبدالله نه مننه کوم چې زه یې ددې ویاړ و‌‌‌ړ ګنلی یم او ستاسو حضور ته یی د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ نوماند وزیر په صفت معرفی کړی یم.سره له دې چې ما د وزارتونو د دندو ویاړ پخوا هم درلود او تقریباً له ټولو وکیل صاحبانو سره مې له نژدې کتلی دی ښه راته ښکاري چې په ډېر لنډ ډول بیا هم ځان دروپېژنم.زه دوکتورانوارالحق احدي د قاضي عبدالحق خان زوی د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د جګدلي په کلي کې زېږېدلی یم او د د حبیبیې له لېسې نه فارغ شوی یم. ما خپل لیسانس په سیاست او اقتصاد کې او ماستري مې په نړیوالو اړیکو کې په بیروت کې د امریکا له پوهنتون نه تر لاسه کړی

. ما په مالي اقتصاد او مدیریت کې MBA او په سیاسي اقتصاد کې Ph.D یا دوکتورا د امریکا د نامتو پوهنتون « Northwestern» نه ترلاسه کړی. له زده کړې نه وروسته تقریباً درې کاله مې له یوې لوی بین المللی بانک سره کار وکړ او له هغه نه وروسته د پروایډنس په پوهنتون کې مې د استادی دنده تر لاسه کړه. ۱۳ کاله استاد وم او اخرنی علمي رتبه مې پوهاندي ده.د بن له کنفرانس نه وروسته وطن ته راستون شوم او د پخوانی ولسمشر کرزی صاحب له خوا د افغانستان بانک د رئیس په توګه و ټاکل شوم.

په بانک کې مې څو لاس ته راوړنې در لودې چې غټه لاس ته راوړنه مې د نوي افغانۍ معرفي وه. ماته له همدې امله د پخوانی ولس‌مشر کرزی صاحب له خوا د سید جمال الدین افغان میډال راکړ شو. بیا د مالیې د وزیر په توګه معرفي شوم. د مالیې په وزارت کې مې هم څو لاس ته راوړنې در لودې چې یوه غټه لاس ته راوړنه مې روسیې او ځینو نورو هېوادونو ته قناعت ورکول و چې افغانستان ته د ۱۱۳میلیارده ډالره د پورونو له دعوي تېر شي چې د هغه په نتیجه کې د افغانستان د دولت د پورونو کچه په بې ساري‌ ‌‌ډول را ټیټه شوه. یو ځل بیا زما د کار تقدیرولولپاره کرزی صاحب د وزیرمحمد اکبرخان میډال راکړ. د مالیې وزارت نه وروسته ماته د د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت دنده را وسپارل شوه.

په دې وزارت کې زما غټې لاس ته راوړنې د نفتي موادو او د صنایعو د روزنې لپاره پالیسي جوړول او تطبیق او د نړیوال سوداګرۍ په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د پروسې تکمیلول و.ود افغانستان کرنیزو متخصصینو او د کرنیز اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې دا هېواد د مېوو په برخه کې نسبت ډېرو هېوادونو ته نسبي برتري لري. د افغانستان هوا د خوندورو( با کیفیته ) مېوو تولید لپاره مساعده ده او تازه او وچې مېوې ددی هیواد د تاریخي صادراتو له ډلې دي. کرنیز متخصصین په دې اند دي چې په کمونوښتونو کولای شو چې د مېوو حاصلات ډېر زیات کړو.

همدارنګه متخصصین په دې نظر دي چې په افغانستان کې د بڼوالۍ په برخه کې پانګونه ډېر ګټور ده. د همدغو نظریاتو په رڼا کې د کرنې وزارت او دونرانو په تېرو څو کلونو کې په بڼوالۍ کې پانګه اچولې ده . د نړیوال بانک یوه غټه پروژچې « NHLP » نومیږي ډېره برخه یې بڼوالۍ ته پاملرنه کړئ. د نړیوال بانک د مالوماتو پر بنسټ په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د بڼوالۍ سیمه دوه نیم چنده شوی او اوس ۴۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه بڼونو ته وقف شوی. سره له دې چې د بڼوالۍ په برخه کې ښې پروژې لکه د خرماو د باغونو پروژه د شکرپارې د تولید او پروسس پروژه د عنابو د تولید او بسته بندی پروژه د الوبخاره د تولید بسته بندی او بازارموندنې پروژه د بادامو د تولید او بازارموندنې پروژه او د لویو سوداګریزو بڼونو د جوړولو پروژه د تطبیق په حال کې دي نړیوال بانک پرېکړه کړی چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» ختمه کړي. خو زه به ډېرې هڅې وکړم چې بل ډونر ورته پیدا کړم چې پر بڼوالۍ پانګونه وکړي. په دې هکله مې د اسیایي پراختیایي بانک له چارواکو سره لومړنی خبرې اترې کړي دي او زه هیله لرم چې هغوی زموږ ددې اړتیا د پوره کېدو په هکله به له موږ سره مرستې او همکارۍ وکړي.

زه به د مېوو ساتنې او بازارموندنې ته ځانګړې پاملرنه وکړم. د مېوو او سبو د ساتنې په پار په تېرو څو کلونو کې هلې ځلې شوي چې په ترڅ کې یې سړې خونې جوړې شوي خو پایله یې ډېره په زړه پورې نه ده.معیاري سړې خونې ندي جوړ شوي او د سړوخونو د چلولو لګښت هم جګ و. د بلې خوا د بزګرانو یوه لویه غوښتنه د سړوخونو جوړول دي. حکومت په ۱۳۹۹ کال کې د ملي پراختیا شرکت له خوا د ۱۴ لویو سړوخونو جوړولو کار پیل کړ او هیله ده چې په کال ۱۴۰۰ هه.ش کې به د ځینې سړوخونو چارې بشپړ شي او د ځینو به ډېر پرمختګ وکړي؛ او د کرنې وزارت د خپلې ۱۴۰۰ هه .ش کال په بودیجه کې د درې نورو لویو سړوخونو جوړول په نظر کې نیولي دي. همدارنکه زه به خصوصي سکتور وهڅوم چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اقتصادي معقولیت پر اساس سړې خونې جوړې کړي.

محترمو وکیل صاحبانو !اوس د افغانستان د حکومت په تشکیل کې موږ د اوبو د مدیریت لپاره مستقله اداره لرو. اصلاً اوس دغه اداره د اوبولګولو د لویو پروژو د ډیزاین او تعمیل مسؤلیت لري. د کرنې وزارت یوازې په کروندو کې د اوبو د مدیریت مسؤلیت لري. خو له دې محدودیت سره بیا هم د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ونډه په اوبو لګولو کې مهم دی. د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راتلونکي مالي کال لپاره د «EATS» پروژې په غیر اختیاري بودیجه کې په کروندو کې د اوبو د تنظیم لپاره نږدې ۶۵ میلیونه ډالر بودیجه لري چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به (نږدې ۸۵۰۰۰) هکټاره ځمکه خړوبه شي.و من‌الله التوفیقتل دې وي افغانستان پاینده باد افغانستان
یسه شن افغانستان

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button