ځایی

ولې د افغانانو ټویوټا کرولا موټر ډېر خوښیږي؟

په جاپان کې جوړ د ټویوټا کرولا موټرو ته د افغانانو بیسارې لیوالتیا څه نوې خبره نه ده. افغان موټر چلوونکې وايي چې کرولا ډاډمن موټر دي

له ۱۹۶۶م کال راهیسې کله چې ټویوټا کرولا موټر د لومړي ځل لپاره بازار ته راغی، په نړۍ کې په تیره بیا په افغانستان کې د ځانګړي نوم او شهرت څخه برخمن شوي دي.

د ټویوټا شرکت په تیرو پنځو لسیزو کې، نږدې پنځوس میلیونه ټویوټا کرولا موټرونه تولید کړي دي.

نور ولولئ: د افغانستان د سپورتي موټرو د پانګوالو لټون پیل شو

د افغانستان سړکونه د ټویوتا کرولا موټرونه څخه ډک دي. په کابل ښار کې بیا ځینې کرولا ټکسي موټرونه دومره زاړه دي چې د ماشين په چالانیدو سره یې داسې انګیرل کیږي‌ چې اوس به یې‌ټولې پرزې دانه دانه ولویږي. خو بلخوا له کلونو راهیسې دغه کرولا موټر د زرګونو افغان کورنیو لپاره د ګټې سرچينه ده.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان ته په بیسارې کچه کرولا موټرونه راوړل شول

تر دې ګاډو وړاندې، د افغانستان په بازارونو کې روسي لاډا او والګا موټرونو ډېر عام وو.

د سپتمبر د يوولسمې بريدونو وروسته کله چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل، د طالبانو پخوانی رهبر، ملا محمد عمر له کندهار څخه په یوه سپین رنګه کرولا موټر کې ووت.

دغه موټر چې په ۲۰۰۱ م کال کې تر خاورو لاندې ښخ کړای شوې و چی په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، له خاورو را وایستل شو.

نور ولولئ: راتلونکي موټرې TESLA د

د طالبانو ویاند ویلي دي چې دغه موټر باید د یوه تاریخي اثر په توګه نندارې ته کيښودل شي.

همدا راز په تیرو دو لسیزو کې طالبانو د خپلو بمي او ځانمرګې بریدونو په موخه د کرولا موټر څخه ګټه اخیستله.

په افغانستان کې هان د یوه اته کسیزې کورنۍ غړي په کرولا موټر کې چې د څلور سپرلیو د وړلو لپاره جوړه شوې ده، سفر کوي.

یو موټر چلونکی وايي چې په افغانستان کې د ټویوټا کرولا موټرو بیه د ۱۵۰۰او ۱۴زره ډالره ترمنځ دی

همدا راز ډیرې وختونه افغان سوداګر دغه ګاډي له جاپان څخه مخامخ افغانستان ته راوړي.

هغه یو سپین رنګه کرولا موټر ته اشاره وکړه چې د کاناډا لپاره جوړه شوې وه، خو د ګانا نمبر پلیټ یې درلودی او په سيټ کې یې کوریایی ورځپانه پرته وه.

نور ولولئ: د افغانستان نوی سپورتي موټر 

په دغه راز موټرونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو او جرمني هېوادونو نښې نښانې هم تر سترګو کیږي.

د کرولا موټرونو څخه په ولایتي سفرونو کې چې ډېرې سړکونه یې اومه او کندې کپرې لري، هم کار اخیستل کیږي.

د کابل ښار یوه ټکسي‌ چلوونکي وویل: ” په افغانستان کې نور ګاډي نتیجه نه ده ورکړې. دلته یواځې کرولا موټر کامیابه دی او کار ورکوي.”

په بهر کې ګڼ شمېر میشتو افغانانو هم د نورو موټرونو په پرتله، ټویوټا کرولا موټر ډیر خوښیږي، ځکه ددوی په وینا دغه ګاډي کم مصرفه او په اسانۍ سره رغول کیږي.‌

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button