په زړه پورې

ولې ځانونه ګروو؟ د خارښت اته رازونه وپېژنئ

موږ دلته د خارښت په اړه په لسو عامو ټکو خبرې کړې دي

خارښت د پوستکي د اختلالاتو یو ډول ناروغي ده.

۱- یو عادي انسان په شپه ورځ کې ۹۷ ځله ځان ګروي. له حشراتو او نباتاتو سره د تماس له امله د خارښ احساس د هغو زهرجنو موادو له امله دی چې دوی یې زموږ پر پوستکي پرېږدي. زهرجن مواد په بدن کې د هسټامین د خوشې کېدو لامل کېږي، چې دا د معافیت غبرګون یو ډول دی. په دې غبرګون کې، عصبي وړې او نرۍ رېښې زموږ دماغ ته د خارښ پیغامونه لېږي.

د خارښت احساس

۲- د خارښ احساس خپله ځانګړې عصبي شبکه لري. تر اوسه پورې داسې انګېرل کېده چې خارښ او درد یو شان د ترلاسه کولو لارې لري، مګر په ۱۹۹۷ کې معلومه شوه چې خارښ خپل ځانګړي عصبي نسجونه لري.

5
ځان ګرول او د بدن خارښت

۳- خارښ لرونکي پیغامونه خورا ورو لېږدول کېږي. عصبي نسجونه مختلف سرعت لري. د لمس پیغامونه په یوه ثانیه کې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره سرعت سره لېږدول کېږي. “ناڅاپه درد” (د مثال په توګه، کله چې لاس په ناڅاپي توګه د ګاز په لمبه کېښودل شي) په ساعت کې د ۱۳۰ کیلومترو په سرعت سره لېږدول کېږي. د خارښ احساس په ساعت کې د ۳ کیلومترو په سرعت سره لېږدول کېږي، چې پر لاره د انسان د تګ له سرعت لږ ورو دی.

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

نور ولولئ:  هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

۴- خارښ د ارږمي په څېر ساري دی یعنې له یوه نه بل ته ځي. ساینس پوهانو دا د موږکانو بلې ډلې ته د خارښتي موږکانو د ویدیو په ښودلو سره درک کړې چې د فلم له نندارې وروسته، تماشاچیانو موږکانو هم خپل ځانونه وګرول.

۵- د خارښ ساري احساس د دماغ یوه کوچنۍ برخه فعالوي چې د سوپراچیاسماتیک هستې په نوم یادېږي. عصبي پوهان لاهم د دماغ د دې برخې په فعالیت په بشپړ ډول نه پوهېږي چې څنګه د خارښ عمل مشاهده او تکرار کړي.

د ځان ګرولو ګټې

۶- ګرول د خارښ له یرغلګرو د خلاصون غوره لاره ده. ګرول د زیانګرو حشراتو یا زهرجنو نباتاتو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. دا د وینې رګونو د پراخوالي لامل کېږي او په دې توګه د سپینو کرویاتو حجرو او د وینې پلازما جریان رامنځته کوي چې د زهرجن اغېز له منځه وړلو لامل ګرځي. له همدې امله پوټکی د ګرولو په وخت کې سور او داغ داغ کېږي.

۷- ګرول یو خوندور احساس دی ځکه چې دا په دماغ کې سروټونین خپروي. څېړنو ښودلې چې په بدن کې د ګرولو تر ټولو خوندور ځای مړوند دی.

۸- هرڅومره چې تاسو کوم ځای ګروئ، هماغومره د نور خارښ احساس کوئ. د پوستکي ګرول د ډیرو هسټامین خوشې کېدو لامل کېږي او دماغ ته ډېر د خارښ پیغامونه لېږل کېږي. که تاسو دې کار ته دوام ورکړئ، تاسو به پوستکي ته زیان ورسوئ او د زخمونو او انتاناتو سبب به شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button