نړیوال خبرونه

ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال

د سرچینیو معلوماتو له مخې لاهم کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خورا خطري ده او هره ورځ نژدې زرګونه انسانان په ټوله نړۍ کې مړه کوي.تر دې دمه له ۹۷ میلیونه زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي.او لا هم دغه وبا خپریږي او خلک پرې اخته کیږي.

هر وخت د دې امکان شته چې دا شمېره لاهم لوړه سي راپورونه وايي چې د تازه شمېرو له مخې دې ناروغي په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه ۸۳ زره کسان وژلي.د ۹۷ میلیونه انسانانو له جملې څخه څه کم ۷۰ میلیونه انسان روغ سوي هم دي د روغیا نړیوال سازمان سره د امریکا بیرته یوځای کیدلو سره د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوتریش هر کلی کړی او ویلي يې دي چې د کرونا په وړاندې باید یوالی رامنځ ته کړو.

دهېطوادونو په کچه امریکا هغه هېواد دی چې د کرونا ناروغي پکښي زیات خلک مبتلا شوي په دې هېواد کې نژدې ۲۵ میلیونه کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه يې ۴لکه ۱۵ زره کسان وژلي دي.امریکا له کرونا  سره د مبارزې خبره کوي خوتراوسه پوري دا هېواد نه دی توانیدلی چې مبارزه بریالۍ او تلفات کابو کړي له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په دویم او دریم مقام کې دي.او لا هم په دغه ملکونو کې دا وبا روانه ده

په افغانستان کې که څه هم  د کرونا ناروغي پیښې تر پخوا لږ سوې خو اوس هم هره ورځ په یو شمېر ولایتون کې د دې ناروغي مثبتې پیښي رامنځ ته کیږي په افغانستان کې د کرونا مثبتو پیښو شمېر تر ۵۴ زره اوښتی او تراوسه يې ۲۳۶۳ کسان وژلي هم دي

ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال
ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال

افغانستان کې ډاکټران وايي ن وايي چې خلک باید روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي ترڅو د کرونا د راتلوونکو خطرونو څخه ځان خوندي کړي خو داسې مالومیږي چې په عامه توګه لاهم افغانان له دې ناروغي سره بې پروا چلند کوي۔ عام وګړي په بازارونو کې ګرزي را ګرزي ماسکونه نه استفاده کوي همداراز یو بل سره نږدې پاتې کیږي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button