سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ شرایط نور هم سخت شول

پاکستاني مقاماتو ویلي چې پاکستان د افغانانو د غیر قانوي سفر کولو د مخنیوي لپاره نوی نظام جوړ کړی چې له مخې یې افغانان له ویزې پرته پاکستان ته سفر نشي کولی. پاکستان ته د افغانانو په سفر کولو له ډیر وخت راهیسې محدودیتونه لګول شوي او د افغانستان د تیر جمهوري نظام پر وخت هم پاکستان په وار وار د پاسپورت او ویزې پرته د افغانانو د تګ مخه نیولې وه. زیات شمیر افغانانو چې پاکستان ته د درملنې او خپلوانو د لیدلو لپاره تلل، یو شمېر یې پاسپورتونه نه درلودل او په تذکرو باندې ورته د سفر اجازه ورکول کیدله، خو د پاکستان ددغه نوې پریکړې له مخې دا کار بند شوی دی. دا پداسې حال کې دي چې اکثر افغانان د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره زیات انتظار باسي. په تیرو کلونو کې په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګري د مراجعینو شمیر دومره زیات شوی و چې په ګڼه ګوڼه کې څو کسان مړه شول او دا قونسلګري د یو څه مودې لپاره وتړل شوه.

د ډیوې رادیو د رپوټ له مخې د ویزې د نظام د پلي کولو چارې د پاکستان د داخلي استخباراتو ادارې ته سپارل شوي دي. ددې ادارې یو چارواکي شفقت خان د امریکاغږ ډیوه رادیو ته ویلي چې ددغه نوې کړنلارې له مخې به د پاسپورت پرته د متوازن مهاجرت مخه ونیول شي او د هغه په وینا «هغه افغانان چې د درملنې لپاره د پاسپورت او ویزې پرته پاکستان ته تللي وي د درملنې وروسته ددې نظام په اساس بېرته [افغانستان ته] استول کیږي. د شفقت خان په وینا ددې کار د پلي کیدو وروسته به هغه افغانان چې د راجستر کیدو ثبوت او افغاني تذکره لري او خپل هیواد ته بیرته تلل غواړي د همدې کړنلارې مطابق به لیږل کیږي.

نور یی ولوله | په کندوز کې د واکسیناتورانو د وژلو په تور طالبانو هغه څلور کسان نیولي دي

د پاکستان د داخلي استخباراتو دغه چارواکي زیاته کړه، هغه افغانان چی د سپین بولدک د لارې په تذکره پاکستان ته راغلي او د تورخم د لارې افغانستان ته ځي، هغوی به هم په همدې بڼه لیږل کیږي او په راتلونکې کې د سفر پدغه اسنادو بیا سفر نشي کولای. په تورخم د نوي نظام سره سم د «نادرا» په نامه مرکز هم وتړل شو چې د مشکوکو پاکستاني او افغاني اسنادو تصدیق په کې کیده او د پولې دواړو خواو ته د ورځ مزدورۍ لپاره تلونکو کاریګرو ته یې د تګ راتګ اجازت نامې هم ورکولي. ددغه دفتر په تړل کېدو سره د ورځې مزدورانو لپاره د کارکولو سهولت قطع شو چې په نتیجه کې یې په زرګونه کارکوونکي بې روزګاره او د مالي ستونزو سره مخ دي.

د خواریکښو یو استازي فرمان شینواري ډیوه رادیو ته ویلي چې دوی لومړی د کرونا وبا له امله د ستونزو سره مخ وو او اوس د نوي نظام له امله یې مشکلات نور هم زیات شوي دي ځکه د ویزې پرته د پولې دواړو اړخونو ته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کیږي د فرمان شینواری د معلوماتو له مخې اوسمهال لږ تر لږه ۸۰۰۰ کسان چې د نیمايي نه زیات یې افغانان دي د تورخم دواړو غاړو ته د کوچنیو او لویو روزګارونو سره تړونونه لري چې د هغه په وینا اکثر دغو کسانو ته ممکن نده چی هره ورځ دې ویزې تر لاسه کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button