Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې څه کېدای شي؟

پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې اقتصادي اړیکې او ستراتیژیکې همکارۍ دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد په بلنه د چین مرستیال لومړی وزیر اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر ورځي چې د “سي پېک” د لسمې کلیزې په دستوره کې به ګډون وکړي او د چین- پاکستان پر اقتصادي اړیکو او ستراتیژیکې همکارۍ به خبرې وکړي.

پاکستان ته د چین د صدر اعظم د مرستیال او کمونیست ګوند د مرکزي کمېتې د غړي هي لیفینګ د سفر به د اګسټ تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. په دې سفر کې له دغه جګپوړي چینايي چارواکي سره یوه چینایي ډله هم ملګرې ده.‌

نور ولولئ: د پاکستان د پوځ لوی درستیز چین ته د اړیکو قوي کولو لپاره تللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی لیفینګ به د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز (سې پېک) د لسمې کلیزې په دستوره کې هم ګډون او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو جګپوړو حکومتي چارواکو سره به لیده کاته ولري.

سي پېک یوه مهمه پروژه ده

ښاغلي لیفینګ د نړیوالو اقتصادي اړیکو او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په پلي کولو کې مهم رول لوبولی چې سي پېک یې یوه مهمه پروژه ده.

سي پېک د چین-پاکستان په ګډه همکارۍ د پاکستان سوېل لوېدیځ ګوادر بندر او د چین د شمال لویدېځې سیمې سنکیانګ ترمنځ د یوې لویې سوداګریزې لارې د جوړولو لپاره پیل شوې ده.

اسلام اباد کې د دغه چینايي چارواکي او د سي پېک د غونډې لپاره د دوشنبې او سې شنبې په ورځو ټول ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه، شخصي شرکتونه، بازارونه او سوداګریز بانکونه رخصت شوي.

له پاکستان سره د چین اقتصادي همکاري

وړاندې چین د هغو هېوادونو په نوملړ کې و، چې د پاکستان مرکزي بانک کې یې د پام وړ پیسو زېرمه کولو او میلیاردونو ډالرو پور په ورکولو د پاکستان اقتصاد له مخ ځوړ حالته وژغوره.

د دغه چینايي چارواکي د سفر لپاره اسلام اباد کې ټینک امنیت نیول شوی او پر تګ-راتګ ځینې ځایونو کې بندیز لګول شوی.

نور ولولئ: د چین بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړای شو

چین په تېرو لسو کلونو کې له پاکستان سره پر اقتصادي پروژو میلیاردونه ډالره پانګونه کړې، چې ډېره برخه یې د انرژۍ او زېربناوو پر جوړولو متمرکزه وه.‌

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او دننه په کې د خلکو بې کاري اوج ته رسېدلي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button