تجارت خبرونه

پاکستان له افغان تجارانوپه غیر قانوي ډول پېسې اخلي

پاکستان له افغان تجارانو په غیر قانوي ډول پېسې اخلي پاکستان هېواد افغان ټرنسپورټ ایسوسیشن وايي، د توکو د انتقال په وخت کې پاکستان له افغان سوداګرو نه په غیر قانوني ډول پیسې اخلي،

ګاونډي هېوادپاکستان کې د افغانستان ټرانسپورټ ایسوسیشن استازو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له خوا دې د غیر قانوني پیسواخيستل منع شي.دوی د پاکستان له لوري د غیر قانوني مالیاتو اخذ د ځنډېدو غوښتنه کوي. تجارانو او د ټرانسپورت ټولنې استازو د خیبر پښتونخوا له حکومت غوښتي چې د افغان سوداګرو څخه د غیر قانوني پیسو د را ټولېدو مخنیوی دې وکړي او په خیبر پښتونخوا کې دې د افغانستان سوداګرو د توکو د انتقال لپاره په لارو کې مشکل هم نه جوړوي،

دا اول وار نه دی چې افغان تجاران د پاکستان له لوري له دوی څخه د غیر قانوني پیسو له اخیستلو شکایت کوي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد تجارانود پاکستان پولیسو له خوا د غیر قانوني پیسو له اخیستلو شکایت او نیوکې کولې،دغه هېواد د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې تر ډېره یې د وګړو اړتیاوې او سوداګرۍ پر یو بل ولاړې دي او د سوداګرۍ اړیکو په ټکنۍ کېدو سره د دواړو هېوادونو د وګړو ورځنۍ اړتیاوې لا سختیږي.د دواړو هېوادونو سوداګري تر ډېره د خپلمنځي اختلافاتو قرباني شوي هم دي،

کله هم چې افغانستان سره د پاکستان د سیاسي اړیکو په خرابېدو سره هر ځل پاکستان له افغانستان سره مهمې سوداګریزې لارې بندوي او افغان سواګرو ته د صادراتو او وارداتو اجازه نه ورکوي چې ورسره افغان سوداګرو ته هم په میلیونونو تاوان اوړي.څو اوونۍ وړاندې پاکستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې تړلې وې، چې افغان سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه واړول خو د دواړو حکومتونو تر منځ تر تر ډېرو بحثونو وروسته په اوونۍ کې د شپږو ورځو لپاره پر پرانیستو یې فیصله وشوه،

اوسمهال تېره ورځ وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یو لاریون په ترڅ کې له پاکستان دولت وغوښتل چې سوداګري دې له سیاست نه قربانوي او د یو ښه ګاونډي تمثیل دې بس کړي.احتجاجونو د پاکستان قونسلګرۍ مخ ته لاریون کړی و او له پاکستان یې وغوښتل چې افغانانو ته دې ځواب ورکړي چې دوست هېواد دی ګه دوښمن، که له افغانستان سره دوستي کول غواړي د سوداګرو او خلکو د تګ را تګ پر مخ دې لارې نه بندوي او که نه نو له افغانستان دې خپلې ټولې نماینده ګۍ ختمې کړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید د دواړو هېوادونو دولتونه کيني ا داډول مسایل ته د حل لاره اووګوري ترڅو دا ډول کړنو مخه ونیول شي،او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت لا نورهم پراخه شي ترڅو د دواړو هېوادونو سوداګرو تهګټه وريږي څومره چې سوداګر راکړه ورکړه ډېره شي نو د دوترو هېواد اقتصاد به هم قوي وي او عواید به ورځ تربلې نور هم زیاتيږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button