نړیوال خبرونه

پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغان فوځیانو په غځلتیا کې مرسته وکړي

پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغان فوځیانو په غځلتیا کې مرسته وکړ.د افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام په کابل کې د‌ پاکستان سفیر «منصور احمد خان» ویلي، چې په افغانستان کې د ملیشو رامنځته کول ناوړه‌ پایلې لري،

ښاغلي منصور خان ویلي نړیوالو ته ښايي چې د افغان عسکرو په لا غښتلي کولو کې مرسته وکړي.منصور احمد خان له اسوشیټيډ پریس خبري‌ اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې که جګړه له اوسنۍ بڼې څخه د طالبانو او ملیشو تر منځ د جګړې بڼې ته واوړي، نو دا به د افغانستان وضعیت نور هم خراب کړي.ده وړاندې زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه دې د افغان عسکرو د ظرفیت په لوړولو کار وکړي

هغه وویل د اشرف غني له حکومت سره چې دده له قوله، اوس په افغانستان کې یوازینی مشروع حکومت دی؛ مرسته وکړي،‌ تر څو امنیتي ننګونې له منځه یوسي.منصور احمد خان ددې تر څنګ د افغانستان پر روان حالت اندېښنه ښودلې او په خبره یې، که چېرې امنیتي وضعیت نور خراب شي، نو کډوال به د پاکستان لور ته مخه کړي.

20210712 202205

پاکستان داسې مهال له افغان عسکرو سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار لري، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي‌ د بهرنیانو نظامي‌ حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

بلخوا طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې بې مخیني پوځي پرمختګونه کړي او سلګونه ولسوالۍ یې له حکومت نېولې دي، چې له امله یې د حکومت امنیتي‌ بنسټونه مجبور شوي، پر عامو خلکو وسلې وویشي او د ملیشو په حیث یې وکاروي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button