سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې اامني؛ د اسلام اباد چارواکي وارخطا دي

پاکستان کې وروستیو ناامنیو او پر امنیتي ځواکونو وسله‌وال بریدونو د پاکستان چارواکي اندېښمن کړي

په دې وروستیو کې پاکستان کې ټي ټي پي، بلوچ ملتپالو او نورو وسله والو ډلو پر پاکستانيو امنيتي ځواکونو او پوځ خپل بریدونه څو برابره زیات کړي دي چې دغه بریدونو او ور اوښتو تلفاتو دوی اندېښمن کړي دي.

په دې لړ پاکستاني چارواکي په کابل نیوکه کوي چې دوی هغو وسله والو ته پناه ورکړي چې هلته بریدونه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې نږدې شپږ زره وسله وال حضور لري چې د پاکستان په سرحدي سیمو باندې په بریدونو کې لاس لري.

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

اصف دراني د امبیزیډر لانج (Ambassadors’ Lounge) په نوم د پنځه پخوانیو پاکستاني سفیرانو له خوا جوړې شوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې میشت د تحریک طالبان پاکستان وسله وال له سرحد وراوړي او په بریدونو کې پاکستاني امنیتي منسوبین په نښه کوي چې دا مسله نه یوازې د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ مسله ده بلکې د افغانستان سره د پاکستان په اړیکو هم اغیز کوي.

افغانستان ارام خو پاکستان د اور لمبو ته ځي

ښاغلي دراني وویل: “د افغانستان اوسني واکداران ادعا کوي چې سوله ټینګه شوې، فساد له منځه تللی او د جرمونو کچه ټیټه شوې ده، افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره په یو ډیر بد خوب بدله شوې، ددې لپاره چې افغانستان کې کومو کسانو ته پناه ورکړل شوې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي”.

اصف دراني د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم د تیرې اونۍ څرګندونې بیا تکرار کړې او ویې ویل چې له کوم وخت څخه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي په پاکستان کې د ترهګریزونو بریدونو کې ۶۵ فیصده او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل چې دا مسله د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ مسله ده.

اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان مهارول او د هغوی بې وسلې کول د طالبانو د حکومت مسوولیت دی.

درانی له طالبانو غواړي چې ټي ټي پي خالي صلاح کړي

ښاغلي دراني وویل: “زمونږ لپاره ټي ټي پي یوه مسله ده، ځکه هغوی په افغانستان کې دي، د همدې له امله د هغوی مهارول او خلع سلاح کول د افغانستان د حکومت مسوولیت دی”.

د حکومت تراوسه افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لنډ‌ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ تقریبآ ورته څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې پاکستان باید “خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي”.

ښاغلي کاکړ تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت څخه غوښتي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان “ټي ټي پي” ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button