سیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

پاکستان کې د افغانستان بریدونه؛ طالبان د هوايي عملیاتو ادعا کوي، پاکستان یې د ډرونونو د شنډولو خبر ورکوي

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د سې‌شنبې ناوخته یې پاکستان کې د افغانستان بریدونه تر عنوان لاندې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې هوايي عملیات ترسره کړي او د دوی په وینا، د داعش او هغو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي چې له افغانستان سره د امنیتي ګواښونو په تړاو یې فعالیت درلود.

خو د پاکستان پوځ بیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې ور استول شوي څلور کوچني ډرونونه یې د خپلو دفاعي سیستمونو په وسیله کشف او شنډ کړي دي.

د طالبانو حکومت د عملیاتو په اړه څه وایي؟

د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په بلوچستان کې د پشین ولسوالۍ د سرانانو سیمه، د خیبرپښتونخوا د قمبرخېلو سیمه او د چترال اړوند د شاه سلیم درې د ګرم چشمې سیمه د عملیاتو هدفونه وو.

د وزارت په وینا، دغه مرکزونه د داعش او د دوی په اصطلاح د «شر او فساد» د ډلو له لوري په افغانستان کې د بریدونو او تخریبي فعالیتونو د همغږۍ لپاره کارېدل.

اعلامیه ادعا کوي چې په عملیاتو کې ټاکل شوي هدفونه په دقیق ډول په نښه شوي، وسله‌والو ته درنه مرګ‌ژوبله او مالي زیان اوښتی او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی. پاکستان کې د افغانستان بریدونه

دا هم ولولئ:  پر افغانستان د پاکستان برید؛ اسلام اباد د ۷ سیمو د ویشتلو ادعا وکړه

طالبانو همداراز خبرداری ورکړی چې که د افغانستان پر ضد له بهرنیو سیمو د امنیتي ګواښونو لړۍ دوام وکړي، د دوی هوايي ځواک به ورته اقدامات بیا هم ترسره کړي.

پاکستان د طالبانو ادعا رد کړه

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، د افغانستان له خاورې څخه بلوچستان ته څلور «ابتدايي ډرونونه» توغول شوي وو، خو د پوځ د پرمختللو دفاعي سیستمونو له لوري له هدف ته رسېدو مخکې شنډ کړل شول.

ای‌اېس‌پي‌ار ادعا کړې چې د طالبانو حکومت دغه اقدام د هغو وسله‌والو ډلو د ملاتړ یوه برخه ده چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

د پاکستان پوځ همداراز خبرداری ورکړی چې که ورته اقدامات تکرار شي، اسلام‌اباد به «چټک، پرېکنده او ځواکمن» غبرګون وښيي.

پاکستان کې د افغانستان بریدونه د وروستیو هوايي بمباریو وروسته

دغه ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې پاکستاني الوتکو د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او کونړ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند اهداف په نښه کړي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وایي چې بریدونه پر استوګنیزو سیمو شوي او ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي. پاکستان کې د افغانستان بریدونه

سیمه‌ییز راپورونه د چاودنو او ډرونونو غږونه تاییدوي

له بلوچستان او خیبرپښتونخوا څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې د چاودنو، اور لمبو او د ډرونونو د الوتنې غږونه ښيي، خو د دغو ویډیوګانو د ثبت ځای او وخت په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.

دا هم ولولئ:  د پاکستان یرغل؛ بریتانیا د افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د سرانانو په سیمه کې د یوه ډرون د لوېدو له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د پېښور حسن‌خېل سیمې چارواکو هم د یوه ډرون د پاتې شونو د موندلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري

د پاکستان کې د افغانستان بریدونه او د دواړو هېوادونو وروستي متقابل هوايي او ډروني عملیات د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ امنیتي کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

طالبان د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د هوايي بریدونو مخالفت کوي او وایي چې ملکي وګړي په نښه کېږي، په داسې حال کې چې پاکستان ټینګار کوي د خپلو عملیاتو هدف وسله‌والې ډلې دي. پاکستان کې د افغانستان بریدونه

نړیوال سازمانونه، په ځانګړي ډول ملګري ملتونه، د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له دواړو لورو غواړي چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي. پاکستان کې د افغانستان بریدونه

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button