نړیوال خبرونه

پاکستان کې د افغان سفیر لور له تښتولو یوه ورځ وروسته خوشې کړل شوه

پاکستان کې د افغان سفیر لور له تښتولو یوه ورځ وروسته خوشې کړل شوه.د پاکستان دارالحکومت اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل لور سلسله علي خیل چې تیره ورځ ناپېژاندو کسانو تښتولوې وه، پرون بیرته خوشې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ددې د تایید ترڅنګ ویلي، چې سلسله علي خیل د تښتولو په وخت کې د تښتوونکو لخوا شکنجه شوې هم ده، چې دا مهال د اسلام آباد په یو روغتون کې تر درملنې لاندې ده.اعلامیه کې دا پېښه په شدیدو تورو غندل شوې او په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د مسئولینو او دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د امنیت په هکله جدي اندېښه ښکاره کړې ده.

باندینیو چارو وزات د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې چې دنړیوالو اصولو مطابق باید په پاکستان کې د میشتو افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره یې ددې موضوع د تعقیب ترڅنګ له هغوی غواړي چې باید په دغه پېښه کې ککړ «مجرمان» زر تر زره پیدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

fb img 1626582721093

په پاکستان کې د افغان سفیر لور تښتولو په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.ګڼو افغانانو دغې پېښې ته سیاسي رنګ ورکړی او ځینو نورو بیا په پاکستان کې د افغان سفیر د لور بې باکه او له محافظ پرته تګ راتګ باندې نیوکه کړې ده.

ددې سره سره یو شمېر پاکستانیو شخصیتونو او خبریالانو هم په دا پېښه غندلې او دا یې د پاکستان د حکومت په وړاندې یو ننګونکی عمل بللی دی.آزاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکي طاهرخان  افغان سفیر سره د غمرازۍ ښکاره کولو سربیره په اسلام آباد کې د داسې پېښې رامنځته کېدل د مرکزي حکومت او پاکستان د کورنیو چارو وزارت په مخ لویه څپیړه بللې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button