ژوندسیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۲ کسان مړه شوي

پاکستان کې د وروستیو ورځو پر مهال د هوا ګرمېدو او د تودوخې څپې خپرېدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي دي

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې دي. د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په مردان سیمه کې ۱۸ کسانو د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې د مردان میډیکل کمپلکس روغتون د رییس ډاکټر طارق محمود له قوله ویل شوي چې دغه کسان په تېرو څو ورځو کې د هوا ګرمېدو له کبله مړه شوي دي. د نوموړي په وینا، په مړو شویو کې ډېری ښځې شاملې دي چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو پورته دي.

په دې وروستیو کې د تودوخې لوړه درجه

د روانې جون میاشتې له ۱۷مې تر ۲۵مې د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند مردان سیمه کې په منځنۍ کچه د تودوخې درجه له ۴۰ پورته وه.

بل‌خوا د رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طبي علومو انسټیټیوټ کې هم ګرمۍ څلور ناروغان مړه کړي دي.

نور ولولئ: هند کې د تودوخې څپې د خلکو د مړینې لامل شوي

له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هوا تودوخه لوړه شوې چې ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړي دي.

په هند کې هم له سختې ګرمۍ څخه راپورونه ورکول کېږي

څو ورځې وړاندې د اترپردېش په بلیا ولسوالۍ کې د ۵۴ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی چې لاریونونه یې راپورته کړي دي. دا ایالت له مرکز لکنو شاوخوا ۲۷۴ کیلومتره لېري واټن کې پروت دی. تېره اوونۍ د اترا پردېش ډېرو برخو کې د تودوخې درجه د ۴۲ او ۴۷ سانتي ګراد تر منځ وه. حکومت په عمر پخو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ځان د خوندیتوب لپاره په کور پاتې شي.

دغې ګرمې څپې ډېر عمر لرونکي کسان مړه کړي دي

په اترا پرادېش کې د تېرې جمعې پر ورځ دا جنجالونه وروسته له هغې پیل شول چې د بالیا ولسوالۍ روغتون مشر دیواکر سېنګ خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۲۵ کسان مړه شوي او ښايي لامل یې ګرمۍ توده څپه وي.

یوه څېړه کې چې تېر کال د د لنسېټ (The Lancet ) له خوا خپره شوه موندل شوي چې هند د ۲۰۰۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د سختې ګرمۍ له امله د مړینې په کچه کې ۵۵ سلنه زیاتوالي ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button