Uncategorized

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

پاکستان کې ناامنۍ ډېرې شوي او د خيبر پښتونخوا په ټانک کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد شوی دی

د خيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز وسله وال بريد شوی. رپوټونه وايي لومړی يوه زوروه چاودنه شوې او بيا ډزې پيل شوې دي.

په پېښور کې د بي بي سي خبريال رحمان الله وايي، د ټانک د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي چې برید ځايي وخت د شپې دری بجې پيل شوی دی.

پولیسو ته اوښتي مرګ ژوبله

د ټانک د پولیسو مشر وايي، په دې بريد کې یو پاکستانی امنيتي سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

دی وايي، اوس هم نښته روانه ده او نور سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

نور ولولئ: د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

نور ولولئ: په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر اډې د برید وروستي جزیات

په سيمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، د دوو چاودنو او له هغې وروسته يې د ډزو غږونه اورېدلي دي.

دا په تېره يوه اوونۍ کې د خيبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې دويم برید دی. تر دې وړاندې د ډسمبر پر ۱۲ نېټه د دېره اسماعيل خان په درابن سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر يوه مرکز برید شوی و چې لږ تر لږه ۲۳ تنه امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.

د برید مسئولیت نوي ډلې پر غاړه اخیستی

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، تحریک جهاد پاکستان (ټي جې پي)، چې په وروستیو کې راڅرګنده شوې، په یوې اعلامیې کې ویلي، د دېره اسماعيل خان د بريد مسوليت منلی و.

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پنجاب په میانوالي ښار کې وسله والو د هوايي ځواک پر مرکز برید کړی و.

هغه مهال د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې د چاڼیزو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته د ۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه، خو ویل شوي و، چې هلته ولاړو الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي وو.

د نومبر په درېیمه نېټه هم د بلوچستان ايالت په ګواد سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی و چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي او ګڼو پاکستاني پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي ده، خو پاکستان له هر برید وروسته پر افغان طالبانو تور لګوي او له دوی غواړي چې هغه ډلې ورته وسپاري چې په افغانستان کې پټن ځایونه لري، خو طالبانو بیا دا ډول تورونه رد کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button