نړیوال خبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله د دريځ ملاتړ اعلان کړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله د دريځ ملاتړ اعلان کړ پخواني جمهور ریس حامدکرزي د «ملي پخلاینې عالي شورا» په هکله د اشرف غني په مقابل کې د عبدالله عبدالله له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ او د د عبدالله غوښتنې ېې پر ځاۍ وبللې،

پرون د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله ددې شورا د اعضاوو د ټاکلو په تړاو د کابل دولت د ولسمشر اشرف غني صادر شوی فرمان رد کړ او څرګنده یې کړه چې په دې هکله تصمیم نیول یوازې په ما پورې اړه لري چې ډیر ژر به یې اعلان کړي.او د شورا غړي به یو نوي لست په ذریعه ولس سره شریک کړي.هغه وايي چې ولسمشر سره مو توافق شوۍ چې د مصالحې شورا غړي به یواې ډاکټر صیب عبدالله پورې مربوط وي،

افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په  خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د سولې لپاره د هېواد له ټولو قومونو او جهتونو سره ټولشموله سلا مشورې او پرېکړې د ټولو افغانانو لپاره د منلو او قبول وړ دي.باید داسې یو لست جوړ شي چې ټول شموله اووسي او ټولو خواو او قومونو ته پکې ځاۍ ورکړل شي ترڅو مونږ د یو سیاسي او قومي اجماع په صورت کې د سولې خبرې مخې ته بوزو او د باعرته سولې خاوندان شو،

که څه هم د اشرف غني لخوا د ملي پخلاینې شورا له اعلان څخه یوه اونۍ نه پوره کیږي؛ خو ددې شورا د اعلان له لومړۍ ورځې څخه د یادې شورا د مشر او غړو، سیاسیونو او پخوانیو جهادي مشرانو ورسره مخالفت او پرېکون اعلان کړی دی.په دغې پریکون کې حامد کرزۍ هم شامل دۍ هغه ویلي وو چې زه نه غواړ م چې د دولت په تشکیل په چوکاټ کې کار وکړم،

د ښاغلي کرزي نه پرته نورو جهادي او سیاسي مشرانو هم د دغه شورا د غړیتوب نه صرف نظر ششوي او وايي چې دويي به د هيڅ کومې شورا یا دولتي تشکیل برخه ونه اوسیږي په دغه مشرانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کریم خلیلي صلاح الدین رباني او سیاسي مشران شامل دي، دويي وايي چې مونږ نه غواړو چچې د مصالحې شورا د غړي په توګه کار وکړو،

پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله د دريځ ملاتړ اعلان کړ
پخواني ولسمشر حامد کرزي د عبدالله د دريځ ملاتړ اعلان کړ

د یادونې وړ ده چې د جهادي مشرانو ترڅنګ د هېواد د بېلابیلو قومونو هم د دغه لست سره مخالفت ښودلۍ او ویلي ېې دي چې ولې ېې زمونږ مشرانو ته پکې ځاۍ ندۍ ورکړۍ، په دغه مخالفینو قومونو کې یو پشايي قوم دۍ چې د دغه لست سره ېې سخت مخالفا لوښود او وۍ ویل چې د پشايي قوم په لست کې نه شتون به د قومونو ترمنڅ مخالفتونه رامنځته کړي دولت باید مونږ ته خاص پاملرنه وکړي،


امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button