ستاسې اند او نظرکورني خبرونه

پخوانی ولسمشر غني: له افغانستانه د نړیوالو پام اوښتی

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان کاملا په انزوا کې دي

هغه د (ژوند لار) په نوم یوه لړۍ کې ویلي چې افغانستان حتی دومره په انزوا کې دی او د نړیوالو له پامه غورځېدلی چې د سومالیا په صف کې ولاړ دی.

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سیاست ظالمانه او د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف دی.

نوموړی وايي، چې پاکستان او ایران افغان کډوال د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله شړي.

د هغه په خبره، چې نن افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی او اوس موږ د سومالیا په صف کې ولاړ یوو.

د کډوالو پر ناخوالو تمرکز

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو یوه نوې لړې (د ژوند لار) په نوم پیل کړې، چې دا خپرونې د افغانستان د معاصر دولت د تاسیس د ۳۰۰ کلنې په مناسبت چې له ۲۰۴۷ میلادي کال سره برابر دی جوړه شوې.

د دې خپرونې لومړۍ لړې یې د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۷مه) د افغان کډوالو پر ژوند خپره شوه.

په دې خپرونه کې د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر اشرف غني وویل، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې کم تر کمه ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي.

نور ولولئ: اشرف غني وايي، په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره کار ته چمتو نه یم

نور ولولئ:  پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

د ملګرو ملتونو اټکل دا دی چې ۴،۵ میلیونه افغان کډوال په ایران او نور یې په پاکستان کې دي.

په روان میلادي کال کې له ایران څخه ۳۱۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. دا چې د راستنیدلو پروسه په تدریجي ډول وه، نه په یو وار خلک د موضوع اهمیت ته ډېر متوجه نه شول.

هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو شمېر ښیي، چې ۲۶۱ زره افغان کډوال له پاکستان څخه په جبري توګه اېستل شوي دي.

له افغان کډوالو سره د پاکستان ظلم

دا د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان ظالمانه سیاست دی او جالبه داده، چې پاکستاني رسنۍ او مبصرین د فلسطین پر موضوع همدردي ښکاره کوي او خپله افغانان په زوره شړي.

غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د لوی انساني بحران د پېښېدو په اړه ولې ملګري ملتونه او د هغوی بېلابېلې موسسې او نړۍوال غبرګون نه شته وویل، چې افغانان واحد غږ نه لري او نه هم طرحه: “څوک زموږ د وطن او زموږ د بې وزلو کډوالو استازیتوب کوي؟ ملگري‌ ملتونه هېڅ وخت په افغانستان کې په دې نه دي توانېدلي چې له یوې داسې طرحې سره راشي چې واقعاً موثره او د کار وړ وي.”

هغه زیاته کړه< چې ضرور ده چې باید یوې اجماع ته ولاړ شو او یوه طرحه ولرو.

پخواني ولسمشر ویلي، افغانستان باید د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي فشارونو د پای ته رسولو لپاره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شرایط برابر کړي، چې د دې لپاره په شل کلونو کې ۹ سلنه کلنۍ ودې ته اړتیا لرو؛ ترڅو دا کډوال په ټولنه کې مدغم کړو.

هغه وړاندیز وکړ، چې ۲۰۴۷ میلادي کال چې د احمد شاه بابا د ولسواکۍ ۳۰۰مه کلنۍ کې څه رقم هېواد غواړو دا باید ځان ته هدف وټاکو؛ خو له بده مرغه اوس ټول په دې فکر کې دي چې نن یا سبا به څه کیږي؟

غني دې ته په اشارې، چې ټول افغانان باید سره یووالي ته ورسیږي وویل: «د کډوالو مساله د جذباتو له نظره، د عقل له نظره او احساساتو له نظره؛ د درېیو واړو له نظره زښته ډېره مهمه ده. ځکه باید ټولو ته ثابته شوې وي، ځان افغان گڼئ که نه یې گڼئ، گاونډیان درته افغان وایي او کله چې یوې فیصلې ته ورسېږي، وایي افغانان دې ووځي! منځ کې مو توپیر نه کوي. بل وطن نه لرئ! بل ځای کې عزت نه لرئ! ډېر به اوچت شئ د فرد په حیث، اما جمعي عزت به نه لرئ! هغه خوند چې د وطن په ژوند کې دی بل ځای کې نشته ځکه په هغه خاورې کې یو راز دی او یوه جذبه ده چې بل چیرې نه شته.»

پاکستان لا هم د افغان کډوالو ځورول نه دي درولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button