کورني خبرونه

پخوانی وکیل شاه‌پور حسن زی: طالبانو ناحقه بندي کړی وم، بېرته له هېواده وځم

د ولسي جرګې پخوانی وکیل شاه‌پور حسن زی وايي چې طالبانو ناحقه بندي کړی او اوس به بېرته له هېواده ووځي

د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې یو ناندریز غړی شاه پور حسن زی، چې څه موده مخکې له پاکستان څخه کابل ته ستون شوی و؛ په یوه ویډیویي کلېپ کې ادعا کړې، چې د طالبانو رژیم ناحقه بندي کړی و او ښایي بېرته هېواد نه ووځي.

هغه له زیاتو جزیاتو پرته ادعا کړې، چې دغه له خپلو پوروړو کسانو څخه د پور غوښتلو په سر طالبانو بندي کړی او بیا یې د شناخته خلکو په همکارۍ په سختۍ را خوشې کړی.

حسن زي ته د طالبانو نه پام

حسن زي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو مشرانو ته یې په خطاب کې ویلي، چې د ده په وینا« چل ول» دې نه ورسره کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې که داسې چلند ورسره وشي او په خبره یې « ساتونکي» ورنه کړل شي؛ ښایي بېرته له هېواده ووځي.

شاه پور حسن زي کابل ته له ستنېدو وروسته، په څو تلویزوني خپرونو کې د طالبانو د رژیم له کړنو ملاتړ او پر مخالفانو یې توندې نیوکې کړې وې.

نور ولولئ: نسیم دانش: مسلمیار به کرکټ کې مداخله کوله

نور ولولئ: شکریه بارکزۍ وايي، طالبان ښځو ته هغه حجاب غواړۍ چې دوی به ځانمرګي بریدونه په کې کول

هغه د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال، د هغه نظام له منتقدانو څخه هم و.

د طالبانو چارواکو او ویاندویانو د نوموړي ادعا او څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ځمکو پر غصب د هغه تورنېدل

د جمهوري نظام پر مهال ښاغلی حسن زی د ځینو مخالفانو لخوا یې د ځمکو په غصب او زورواکۍ تورن شوی و، خو هغه داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي لخوا د ځمکو د غصب په تور له یو شمېر نورو مخکینیو وکیلانو او سیاسي څېرو سره د توند چلند او ان د وزارت دننه یې د زنداني کېدو ادعاوې شوي.

د طالبانو عدلیې وزارت په دې اړه راپورونه رد کړي، خو ویلي چې شرعي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د مشر په توګه تر لسو ورځو د تورنو کسانو د بند کې ساتلو حق لري.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د یو شمېر نورو وکیلانو جایدادونه او موټر هم نیولي دي. طالبانو تېر کال د فریدې کوچۍ په نوم وکیلې کور نړولی و او له کوره یې ورڅخه په میلیونونو افغانۍ له ځان سره وړي وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button