نړیوال خبرونه

پر سوریه د اسراییل تازه برید کې ۴ کسان وژل شوي

د سوریې پر پلازمېنه دمشق کې د اسراییل هوايي برید ۴ کسان وژلي دي

سوریه وايي اسراییلي ځواکونو د دغه هېواد پلازمېنه دمشق کې د توغندیو تازه برید کړی دی.

د سوریې د سانا دولتي خبري اژانس په وینا په دغه برید کې د دغه هېواد لږترلږه څلور سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه خبري اژانس زیاته کړې چې د دوی د هوایي دفاع سیستمونو په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې یو شمېر توغندي شنډ کړي هم دي.

نور ولولئ: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

تر دې وړاندې ځینو خبري سرچینو په ځايي وخت د دوشنبې نیمه شپه (۲:۲۰ بجې) د دفاعي سیستم د فعالېدو پخلی کړی و.

د جولان له لوړو د توغندي توغول

سانا خبري اژانس ویلي، دغه توغندي د جولان لوړو له لوري توغول شوي وو.

پخپله د اسراییلو پوځ تر اوسه د دغه توغندیز برید په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې په یاده پلازمېنه د اسراییلو برید

د روان کال جولای میاشت کې هم پر دمشق اسراییلو برید کړی و او ۱۳ کسان په کې وژل شوي وو.

اسراییل له کلونو راهیسې سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشه ځواکونو ته د وسلو د لېږد پر کاروانونو او د دوی پر پوځي اډو بریدونه کوی.

اسراییلو وړاندې هم له ایران او حزب الله لبناني ډلې سره د تړاو له لرلو په تور پر سوریه بریدونه کړي، خو ډېر کم وخت د بریدونو مسؤلیت مني.

په کفر سوسه کې ګڼل سوري چارواکي اوسېږي، خو ځینو ودانیو کې یې ولسي خلک هم ژوند کوي.

نور ولولئ: ترکیه او سوریه یو ځل بیا د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزوله

سوري چارواکو هغه وخت ویلې وو، برید په ځايي وخت ۰۰:۲۲ بجې (۲۱:۲۲ ګرینویچ) بجې شوی و او دمشق کې یې له کبله ځینې کورونه هم سوځېدلي وو.

د جولای په ۱۹ هم د سوریې دفاع وزارت ادعا کړي وه چې هغه توغندي هم د دمشق له سوېل لوېدیځې جولان تړانګې توغول شوي وو. ‌دا هغه سیمه ده چې په ۱۹۸۱ اسراییلو له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه.

د سوریې پوځ وايي، اوسنی برید وروسته تر هغه شوی چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې اسراییلو د دمشق نړیواول هوايي ډګر پکې په نښه کړی و او د دوو پوځیانو په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي وو.

اسراییلو وړاندې ویلي وو چې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي.‌

سوریه او اسراییل ځینې وخت د دوښمنۍ حد ته رسېږي، په تېرو څو کلونو کې دواړو هېوادونو پر یو بل د مقابل لوري پر ځینو ځایونو بریدونه کړي خو مسؤلیت یې نه دی منلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button